افغانستان

سرچینه: طالبانو په کابل کې د یوې نړیوالې موسسې دفتر محاصره کړی

د کابل ولایت یوې سرچینې آمو ته ويلي چې طالبانو د انسو په نوم د یوې نړیوالې موسسې دفتر محاصره کړی او له کارکوونکو یې پوښتنې ګروېږنې کوي.

دغې سرچینې ویلي چې اېنسو په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د امنیت او ساتنې په برخه کې کار کوي.

د سرچينې په وينا، شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د دې ادارې مرکزي دفتر او زون دفترونه د طالبانو له لوري محاصره شول او فعاليتونه يې ودرول شول.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري يې کارکوونکي هم رابلل شوي او ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د اېنسو دفتر په بلخ، هرات، کندهار او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت کوي.

اېنسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغې ادارې همداراز د دې خبر تر خپرېدو پورې د آمو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.