افغانستان

د جوزجان-بلخ پر لويه لاره يوې ترافيکي پېښې يوتن مړ او ١١ تنه ټپيان کړل

د جوزجان-بلخ پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ١١ نور ټپيان شول.

د جوزجان ولایت سرچینې د آمو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د دې لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالستار حلیمي وايي، دا پېښه د کرولا ډوله موټر او رېکشا ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دا پېښه د جوزجان ولايت اړوند په خانقا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې له ١٣٠ ډېر کسان وژل شوي او تر ٢٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیي.

په هېواد کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او همداراز د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.