افغانستان

د چین ځانګړي استازي د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یاو شیاٸوونګ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسون او د اروپايي ټولنې له یو شمېر نورو چارواکو سره د هېواد د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو خواوو «د افغانستان بیارغاونې ته د لا زیاتې پاملرنې او پر دوامداره تعامل  ټینګار وکړ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو د واک د بيا ټنګښت وروسته له سیاسي، اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی.

د يادونې وړ ده، چې طالبان د اوسني حاکمیت په توګه د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوى.

د طالبانو د پيژندلو لپاره، نړيوالې ټولنې په پرله پسې ډول د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تأمينول، د يو ټولګډونه حکومت پر جوړولو او د «ترهګرو» په خوندي پټنځاى د افغانستان پر نه بدلېدو ټينګار کړى دى.

په ورته وخت کې تېره اوونۍ د چین لومړي وزير لي کیانګ او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه ګډه خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د فعالو تروریستي ډلو پر ضد دې د پام وړ او د تاييد وړ اقدامات وکړي او خبرداری یې ورکړ چې دا ډلې د افغانستان، د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی. 

د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې کارونې مخه ونیسي.