ورزش

د هېواد والیبال لوبغاړو د ترکمنستان په وړاندې ماتې وخوړه

د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ولیبال د اتلولۍ په سیالیو کې ترکمنستان پر وړاندې ماتې وخوړه.

دا لوبه تېره شپه (جمعه شپه د تلې په ۲۷ مه) د ازبکستان په کوربه توب ترسره شوه.

دغه لوبه چې درې پر صفر پایلې سره د ترکمنستان د لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده، په دغو سیالیو کې د هېواد د والیبال د لوبغاړو لومړۍ لوبه وه.

د افغانستان د والیبال فدراسیون چارواکي وايي چې د هېواد لوبغاړي به نن (شنبه د تلې ۲۸مه) په دویمه لوبه کې د ازبکستان په وړاندې ولوبېږي.

د يادونې وړ ده، چې د منځنۍ اسيا د واليبال سيالۍ د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسيا د شپږو هېوادونو ترمنځ په ازبکستان کې پيل شوې دي.