افغانستان

د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېددو له پېښې د یوه ټپي کیسه

د ایران پر پوله د کډوالو د مرګ- ژوبلې د څېړلو له غوښتنې سره سم، د دې پېښې یو تن ټپي شوي افغان آمو ته وویل چې هغه او ملګري یې د ایران په خاوره کې شاوخوا پنځه متره دننه «د ایراني پوله ساتو د ډزو او توپچي مرميو» لاندې ونيول شول.

هغه وايي، چې د دغو کډوالو ټولټال شمېر د ښځو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ او ۵۰۰ تنه و او هغه شاهد و، چې په دې ډزو کې اته تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

دغه کس معروف(مستعار نوم) وايي یوه اونۍ وړاندې له افغانستانه د ښځو په ګډون شاوخوا ۴۵۰ کسان ایران ته پر لاره وو.

د امنیتي ستونزو له امله د دغه کس خبرې په دې راپور کې بياځلې ليکل شوي دي.

هغه وايي، چې له پېچلو او ستونزمنو لارو له تېرېدو وروسته کله چې د ايران کلګان ښار ته ننوتل، د ايران په پنځه مترۍ کې دننه د ايراني پوله ساتو له خوا پرې د توپونو او مرميو ډزې وشوې.

معروف وايي چې د ډزو او توپونو له غږونو پرته يې بل غږ نه دی اورېدلی.

هغه وايي: «کله چې موږ د ایران پولې ته ننوتلو، موږ د ایران خاورې ته شاوخوا پنځه یا لس متره داخل شوي وو، چې مونږ ته څراغونه واچول شول ، دوی په موږ ډزې وکړې. ډیری کسان د د توپونو له امله ټپيان شول، څلور توپي ډزې وې، او نور د کلاشینکوف لږې لږې ډزې وې.»

معروف همدارنګه ټینګار کوي چې د اتو کسانو مړي یې لیدلي او د ده په وینا د ټپیانو شمېر ډېر دی.

هغه زیاتوي: «کله چې په لومړۍ مرمۍ ولګېدم، ما غوښتنه وکړه، یوه لار شته، موږ ونيسٸ، دوی یې ونه منله. زه پخپله د اتو کسانو د مړينې شاهد وم، د ټپیانو شمېر ډېر و، دقیق نه پوهېږم، خو ډېر وو.»

طالبانو ویلي چې د دوی ځانګړى پلاوى د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغه پلاوي مشري د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر کوي او د طالبانو د ادارې په مشرۍ د دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو استازي هم په کې شامل دي.

خو ایران لکه څنګه چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ، لا هم دغه پېښه رد کړې او په یو ډول يې ترې انکار کړى دى.

په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، هم آمو ته ویلي چې د دغې پېښې په اړه څېړنې کوي.

خو د غبرګونونو، غوښتنو او هیلو پر بنسټ، دا پېښه باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او ټول اړخونه یې روښانه شي.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو بنسټ «حال وش»د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د یکشنبې په ماښام د تلې په ۲۲مه د ایران پوله ساتو ځواکونو د ایران د سراوان په کلګان سیمه کې لسګونه افغان کډوال تر بريد لاندې ونيول چې په پايله کې يې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.