افغانستان

طالبانو په کابل کې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان په عام محضر کې په درو ووهل

عکس از آرشیف

طالبانو په کابل کې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان په عام محضر کې د «نامشروع اړیکو او زنا» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی څلور کسان چې د «نامشروع  اړیکو» په تور نیول شوي وو په «۳۰ درو» او یو کال بند محکوم کړل.

په ورته وخت کې د طالبانو تر ادارې لاندې دغه محکمه زیاتوي چې دوه نور کسان چې د «لواطت» په تور نیول شوي وو، هر یو یې په «۳۹ دُرو» او په یو کال او درې میاشتې بند محکوم کړل.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو دغه کسان د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۵مه) په درېیو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په درو ووهل.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو شپږو کسانو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تېره اونۍ په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د جسمي مجازاتو پلي کول غندلي او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

بل خوا د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د طالبانو دغه مجازات له انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.