افغانستان

د یوناما مشره:په نړۍ کې د موسم د بدلون په بحث کې د افغانستان ګډون اړين دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا وايي، په نړۍ کې د موسم د بدلون په اړه په بحثونو کې د افغانستان ګډون اړين دی.

هغه په ​​کابل کې د «افغانستان د اقلیم د بدلون اغیزې»تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته وویل:« د زیانمننې کچې ته په پام سره، موږ نشو کولی د اقلیم د بدلون په دې مهم نړیوال بحث کې د افغانانو له غږ پرته بل کال دوام ورکړو.»

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملتړ صندوق (یونېسف) وايي، د اقلیم بدلون په هېواد کې د اوبو او د اوبو څاګانو د کمښت لامل شوی دی.

په همدې حال کې دغه اداره زیاتوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې یې په یوه کلي کې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړه کړې چې تر ۲۶ کیلومترو پورې اوبه رسولی شي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ۷ زره کورونو لپاره جوړه شوې ده.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د دې پروژې لګښت د امریکا د بهرنیو چارو د پراختیا ادارې (يو اېس آى ډي) له خوا ورکړل شوی دی.