نړۍ

نتانیاهو پر ایران د اسراٸيلو د «انتقامي برید» اهداف تصویب کړل

یوې اسراٸیلي سرچینې اى بي سي نیوز ته ويلي چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ایران د «انتقامي برید» لپاره ټاکلي اهداف تصویب کړي دي.

د دغه راپور له مخې اسرائیل اوس د ایران د توغندیز برید ته د ځواب ورکولو لپاره د پلان جوړونې په حال کې دي.

سرچینې د مشخصو هدفونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او په دې اړه چې آيا دا اهداف یوازې د ایران پوځي اهداف دي، له څه ویلو ډډه  کړې ده.

د يادونې وړ ده چې ايران د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائيلو شاوخوا ۲۰۰ بالستيک توغندي وتوغول.

نړیوالو رسنیو ویلي، چې ډېری دغه توغندي د اوسپنيز ګنبد په واسطه کشف او له منځه وړل شوي دي. خو دغه راکټونه د اسرائیلو پر ځینو برخو هم لګېدلي دي.

تر دې مخکې بلومبرګ راپور ورکړی و چې پر اسرائیلو د ایران د توغندیو د برید له امله د اوښتو زیانونو اندازه ۵۳ میلیونه ډالره اټکل شوې ده چې یوازې د اسراٸيلو د خصوصي املاکو او وګړوملکیتونو په برخه په بر کې نيسي.

په ورته وخت کې دغې اسراييلي سرچينې هم اى بي سي نيوز ته ويلي چې د دغو بريدونو د ترسره کولو وخت لا نه دی مشحص شوى او په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسرائيلو بريدونه لا هم دوام لري.

اى بي سي نیوز وايي، دا اقدام د سیمه ییزو ګواښونو په وړاندې د اسرائیلو د پراخ غبرګون یوه برخه ده. پداسې حال کې چې اسرائيل په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو ډلو له ګواښونو سره مقابله کوي، دوى هڅه کوي د ایران د توغندیو بریدونو ته په کلکه ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د اسراٸيلو حکومت ته نږدې سرچینو ویلي چې هېواد یې پر خپله خاوره د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي. په دې کې د ایران او د هغه د سیمه ییزو متحدینو د توغندیو د تاسیساتو او پوځي ځواکونو پر ضد پوځي اقدامات هم شامل دي.

په داسې حال کې چې تر اوسه د ایران پر ضد د دغو انتقامي بریدونو د پیل کره وخت نه دی په ډاګه شوی. خو د اسراٸيلو مشران د دغو بریدونو د ځوابولو پر اړتیا ټینګار کوي.