نړۍ

په افغانستان کې دنده ترسره کوونکی پخوانی سرتېرى د تکزاس پولیسو په ډزو وواژه

د امریکا د تکزاس ایالت د عامه امنیت ریاست اعلان کړی چې هغه کس چې د سه شنبې په ورځ (د تلې ۲۴) د دغه ایالت د پولیسو له خوا تر تعقیب او تېښتې وروسته مړ شوی، یو پخوانی پوځي دی چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه.

اى بي سي نیوز راپور ورکړی چې دا سړی جرمي ټیلور کالپ نومېږي، ٣٢ کلن او د برج سيټي اوسېدونکی دی.

هغه د پولیسو له ډزو وروسته په یوه کوچنۍ لارۍ کې له سیمې څخه د تیښتې پرمهال مړ شو او د تعقیب پرمهال یې موټر له یوې ستنې سره ټکر شوى دى.

د دغه راپور له مخې، د تکزاس د عامه خوندیتوب ریاست ويلي: «له موټر څخه د وتلو وروسته، کالپ د نیمه اتوماتیک ټوپک سره بهر شو او په پیل کې یې د پولیسو قوماندې ته مثبت ځواب ورکړ؛ خو کله چې افسران ورته نږدې شول، ټوپک یې راواخیست او په نښه یې کړ، چې د څو افسرانو د ډزو لامل شو.»

اى بي سي نیوز وايي چې د پیښې څېړنې پېچلې دي او درې مختلفې صحنې او د قانون پلي کونکي ډیری ادارې پکې شاملې دي.

د يادولو وړ ده، چې ډزې د فورډ نمايندګۍ کې د عیني شاهد لخوا ثبت شوي؛ خو دا ویډیو له ډزو مخکې شېبې نه ښيي.

د دغه راپور له مخې، د ټیلور کالپ د تدفين مراسم به د شنبې په ورځ (تلې ۲۸) د ماسپښین ۲ بجې په اورنج ښار کې د «کلیبار» په نوم د خاورې سپارنې يو ځاى کې ترسره شي.

د هغه کورنۍ د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کړې؛ خو د هغه ګاونډیانو هغه یو مهربان او نږدې کس بللی دی.