افغانستان

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو مسایلو پر محور جوړه شوه

په اسلام آباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو وغواړي چې د افغانستان سیاسي جوړښت ټولګډونه کړي.

هغه په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې باید ډاډ ترلاسه شي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ ډلې له خوا د ګاونډیانو پر ضد د «ترهګریزو» فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه په اسلام آباد کې د دوو ورځو لپاره (سه شنبه، د تلې ۲۴ او چهارشنبه، ۲۵مه) جوړه شوه چې د افغانستان په ګډون د سیمې پر مسایلو تمرکز کوي.

په ورته وخت کې د چین او پاکستان حکومتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونم حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې په افغانستان کې د مېشتو ټولو «ترهګرو» ډلو د له منځه وړلو لپاره «مثبت او د ليدو وړ» اقدامات وکړي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ويلي:« په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره د بشري ناورین د مخنیوي او د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره لازمې مرستې دوام ورکړي، باید د افغانستان له سرپرست حکومت څخه هم وغواړي چې د سیاسي ټول شموليت د ودې لپاره کوټلي ګامونه واخلي او همدارنګه ډاډ ترلاسه کول چې د دې هیواد خاوره د ګاونډیانو پر ضد نه کارول کیږي.»

 په داسې حال کې چې تر ټولو لویه سیمه ییزه غونډه ترسره کېږي، دوه مسایل شته چې د طالبانو له باور سره په کلکه مخالفت کوي؛ حقیقت دا دی چې پاکستان طالبانو ته په دې غونډه کې بلنه نه وه ورکړې او د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي  پر سر هم د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم ګرم دی.

ښاغلي شریف په دې کتنه کې وویل: «له ټولنیز-اقتصادي پلوه باثباته افغانستان کولای شي چې ټولو غړو هېوادونو ته د ښه اتصال لپاره دوامداره او ګټورې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې برابرې کړي. دې هدف ته د رسېدو لپاره یو باثباته افغانستان اړین دی.»

په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان لومړي وزیر د چین د لومړي وزیر کوربه هم و. د اسلام اباد د ستراتیژیک متحد لپاره په زړه پورې کوربه توب؛ په داسې حال کې چې په سیمه کې د طالبانو اوسنی متحد هم دی.

له خبرو اترو وروسته د چین او پاکستان حکومتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړى چې دواړه لوري په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او له طالبانو څخه د منځلاري سیاستونو د غوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو غوښتنه کوي.

د خبرپاڼه په یوه برخه کې له طالبانو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د مېشتو ټولو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره ښکاره او کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي:«دواړه خواوې د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو غوښتنه کوي څو د افغانستان سرپرست حکومت وهڅوي چې یو ټولګډونه سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، منځلارې پالیسۍ غوره کړي او ښه ګاونډیتوب تعقیب کړي. دوی (د چین او پاکستان لومړي وزيرانو) هم په دوه اړخیزه او څو اړخیزه کچه د تروریزم پر ضد د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه ترڅو د تروریزم د له منځه وړلو لپاره د هر اړخیزو اقداماتو په ترسره کولو له افغانستان سره مرسته وکړي.»

د دغه ډول غوښتنو ته د طالبانو ځواب دا و چې د دوی سیاسي جوړښت چې د طالب څېرو جوړ دی، هر اړخیز دی او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.