افغانستان

د ایراني پوله ساتود ډزو په اړه د کډوالو روايت: حال وش وايي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۶۰ افغانان وژل شوي

File photo.

د «حال وش» په نوم د ایران د بشري حقونو بنسټ د کډوالو د روايت په استناد راپور ورکړى، چې د دغه هېواد د پوځ له خوا پر افغان کډوالو په ډزو کې شاوخوا ۲۶۰ تنه وژل شوي دي

د بشري حقونو د دغه بنسټ د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۲ مه) د ایران او افغانستان پر پوله د کلګان په سراوان سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغه راپور له مخې ایراني پوځیانو هغه وخت په افغان کډوالو ډزې وکړې چې غوښتل یې دغه هیواد ته داخل شي.

حال وش زیاته کړه چې د ایران پوځي ځواکونو په سرحدي سیمه کې د افغان کډوالو پر دې ډله برید وکړ او ډزې یې پیل کړې چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه او ټپیان شول.

د بشري حقونو د دغه بنسټ د راپور له مخې، دغه کسان د مستقیمو ډزو او آر پي جي په ډزو په نښه شول.

حال وش د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، د کډوالو په ډله کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وو، چې لږ شمېر یې ژوندي پاتې دي. پاتې نور وژل شوي یا سخت ټپیان شوي دي.

آمو نشي کولى په خپلواکه توګه دا احصائيې رد يا تاييد کړي.

تر اوسه کوم ایراني او طالب چارواکي په رسمي ډول د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.