افغانستان

پاکستان او چین د طالبانو لخوا د ګواښونو پر وړاندې د «تایید وړ ګامونو» غوښتنه وکړه

د چین لومړي لي کیانګ او د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

په دغه ګډه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو پر وړاندې «څرګند او د تایید وړ» ګامونه واخلي.

د دغه خبرپاڼې له مخې دواړو هېوادونو په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه هم کړې ده.

له بلې خوا د چین او پاکستان لومړي وزيرانو له طالبانو غوښتي چې د خپلو ګاونډیانو، سیمې او له پولو بهر پر ضد د افغانستان د خاورې د کارونې مخنيوى وکړي.

د دواړو هېوادونو لومړي وزيرانو له طالبانو همداراز غوښتي، چې منځلارې پاليسۍ غوره کړي او د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو په لټه کې شي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو لومړي وزيرانو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ پر پياوړتيا هوکړه وکړه.

د چین او پاکستان لومړي وزيرانو د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان په همکارۍ په دوه اړخېزو او څو اړخیزو کچو کې د ترهګرۍ پر ضد د همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې چین لومړى وزير لي کیانګ د دوشنبې په ورځ (تلې٢٣مه) له سختو امنیتي تدابیرو سره اسلام آباد ته ورسېد.

د پاکستان د لومړى وزير په هستوګنځي کې په تشريفاتي ګارد د ښاغلي لي کیانګ هرکلى وشو.

د يادونې وړ ده چې د چين او پاکستان لومړي وزيرانو د سه شنبې په ورځ (د تلې ۲۴) په بلوچستان ايالت کې د ګوادر نړيوال هوايي ډګر پرانسته وکړه چې مالي لګښت يې د چين – پاکستان د اقتصادي دهلېز له بودجې ورکول کېږي.

دغه سفر چې د دوه اړخېزو اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ژورې خبرې اترې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې د شانګهاى د همکاريو سازمان د په سرمشريزه کې چې نن (چهارشنبه، د تلې ٢۵مه) په اسلام آباد کې جوړېږي، د چين لومړى وزير لي کيانګ هم د ګډون کوي.