نړۍ

د ایران په خوزستان کې اور لګېدنې یو کس وژلی

د ایران د خوزستان ولایت په شوشتر ښار کې د پارس د تصفیې په فابریکه کې د اورلګېدنې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي، دا پېښه د یوه ټانکر او د تېلو د یو ذخيرې د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د دغو راپورونو له مخې، دا اور لګېدنه پرون مازدیګر (سه شنبه د تلې ۲۴ مه) د شوشتر ښار په شمار يک صنعتي ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د ایران د شوشتر ښاروال محسن موسوي ویلي، پېښه د تېلو له یوه ټانک څخه د خوندیتوب د واټن د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې ځای ته سمدستي ژغورونکي او اور وژونکي استول شوي دي.

ښاغلي موسوي زیاته کړې چې د اور په لمنځه وړلو کې د مرستې لپاره د شوشتر له شاوخوا دوو ښارونو څخه د اور وژونکي هم د پېښې ځای ته استول شوي دي.

تر اوسه د اور لګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.