افغانستان

د نسل وژنې څاربنسټ: طالبانو په «جنسيتي تبعیض» د ښځو حقونه سخت محدود کړي

د «نسل وژنې څار» په نوم بنسټ په یوه راپور کې ویلي، چې په هېواد کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو وروسته ښځې له «بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې» له یو تریخ او زړه بوږنوونکي حقیقت سره مخ دي.

دا بنسټ وايي چې په افغانستان کې طالبانو د «جنسيتي تبعيض» جوړښت سره د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په جدي توګه محدودې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي: «په افغانستان کې د طالبانو جنسيتي تبعیض له بشري حقونو څخه په کلکه سرغړونه او د هېواد له خلکو سره خیانت دی. طالبانو داسې ټولنه جوړه کړې چې ښځې پکې د دویمې درجې وګړي ګڼل کېږي، له اساسي آزادیو بې برخې دي او په سیستماتیک ډول ځپل کېږي.»

د نسل وژني څار بنسټ زیاتوي چې دغه «جنسيتي تبعیضي جوړښت» د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او هغوی یې له اساسي بشري حقونو او آزادیو بې برخې کړې دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د طالبانو له خوا رامنځته شوى اوسنى وضعیت د یوه هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړې ده، ځکه ښځې د هېواد د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره اړینې دي.

 دغه بنسټ په دې راپور کې ويلي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د «جنسيتي تبعيض پالیسي» وغندي او هڅه وکړي چې دوی (طالبان) د خپلو اعمالو حساب ورکولو ته اړ باسي.

د دغه راپور له مخې، له ۱۱ کلنۍ پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوي او په میلیونونو نورې ښځې او نجونې د( طالبانو )د رژیم لخوا له جدي ګواښونو سره مخ دي.

ياد بنسټ زیاتوي، چې دغه وضعیت د «عامه فضا څخه د ښځو د ورکېدو» او د هېواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د هغوی د وړتیاوو له پامه غورځولو په معنا دی.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د درواغجنو تبلیغاتو سره چې دا محدودیتونه «دودیزو ارزښتونو» ته منسوبوي، طالبان د کلتوري اړتیا په توګه د «جنسيتي تبعيض» حقیقت پټوي.

خو په ورته وخت کې د نسل وژنې څاربنسټ وايي، چې د دې ټولو ځپنو په منځ کې د افغان ښځو له خوا فعالیتونه او مقاومتونه هم رامنځته کېدو په حال کې دي.

د نسل وژنې څار په دې راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د دې ښځو د ملاتړ لپاره کار وکړي او د دوی غږ پیاوړی کړي او د «جنسيتي تبعیض» پروړاندې مبارزه کې د دوی سره یوځای شي چې په واضح ډول د «خاموشه نسل وژنې» ښکارندويي کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان اوس د ښځو د حقونو لپاره په یوه تاریخي نقطه بدل شوی او له دې «استبدادي ځپنې» سره د مقابلې لپاره د نړیوال پیوستون بیړنۍ اړتیا احساسېږي.