نړۍ

پر لبنان د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۱ کسان ووژل شول

پرون (دوشنبه، د تلې ۲۳) د لبنان پر شمالي سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه بریدونه د لبنان په شمال کې په یوه ښار کې چې اکثریت مسیحیان پکې مېشت وو او یو کور چې بې ځایه شویو کسانو ته په کرایه نیول شوی وو، هم د دغو بریدونو هدف ګرځېدلى.

د دغه ښار ښاروال جوزف ټراد هم دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې د ژغورنې ډلې د کنډوالو په منځ کې د پلټنې په حال کې دي.

په ورته وخت کې دغه اژانس وايي، چې د لبنان حزب الله هم د اسرائیلو پر لور یو شمېر توغندي او راکټونه توغولي دي، چې له امله یې په میلیونونو اسرائیلو په دغه هېواد کې دننه خوندي ځایونو ته پناه وړې ده.

د اسرائیلي پوځ په وینا، د دغو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۱۱۵ توغندي او راکټونه له لبنان څخه اسرائیلو ته داخل شوي دي. خو ځینې دا بریدونه د دفاعي سیسټمونو لخوا شنډ او بې خنثى شوي دي.

اسراٸیل چې تر دې وړاندې یې د لبنان په جنوبي سیمو، د بيقاع دره او د بیروت په څنډو کې خپل عملیات متمرکز کړي وو، اوس یې د لبنان په نورو برخو کې پراخ بریدونه کړي دي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو تر دې مخکې ويلي وو چې د ده هېواد پوځ به پر حزب الله بريدونو ته دوام ورکړي.

هغه د اسرائیلو په مرکز کې له یوې پوځي اډې څخه د کتنې په جريان کې چې پکې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې څلور پوځیان ووژل شول وویل:« اسرائیل د بیروت په ګډون د لبنان په ټولو سیمو کې د دغې ډلې (ایران په ملاتړ حزب الله) خلاف خپلو بې رحمانه بريدونو ته دوام ورکوی.»

د يادولو وړ ده، چې په لبنان کې بشري ناورین هم د «خرابېدو» په حال کې دی. ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د اسراٸيلو او حزب الله ترمنځ شخړې یو کال وړاندې په غزه کې جګړې د پیلېدو او حزب الله د فلسطیني جنګیالیو حماس ملاتړ سره هم مهاله زور واخيست.

په وروستیو اونیو کې دغه شخړې د پام وړ زیاتې شوې دي. د لبنان د حکومت د راپورونو پر بنسټ، د سپتمبر په وروستیو کې د اسرائیلو د بریدونو له پراخېدو راهیسې په دغه هیواد کې تر ۲زره۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

له بلې خوا اسراٸيلو اعلان کړی چې په لبنان کې د دوى د پوځي عملیاتو هدف د دغه هېواد د هغو لسګونو زرو اتباعو د راستنېدو خوندي کول دي چې د دغه هېواد په شمال کې د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.