ګارډین راپور ورکړی چې شاوخوا ۵۰۰ افغان سرتېري چې په هېواد کې یې د برېټانوي ځواکونو تر څنګ جنګېدلي د دوسیو د څېړلو او د برېټانيې د حکومت له خوا د ګمارلو او تادیاتو په اړه د نوي شواهد تر لاسته راولو وروسته به دغه هېواد ته د کډوالۍ وړ وګرځي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په برېټانيا کې د دغو سرتېرو د استوګنې غوښتنې رد شوې وې. خو ګارډین وايي پخوانۍ پرېکړې لغوه شوې ځکه چې په بیاکتنه کې «نوي شواهد موندل شوي».
د دغه راپور له مخې، په دغو سرتېرو کې د ۳۳۳ او ۴۴۴ ځانګړو قطعاتو هغه ځواکونه هم شامل دي چې د «ټريپلز» په نامه یادېږي چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د برېټانيا له ځانګړو او نورو ځواکونو ترڅنګ يې جګړه او همکاري کړې ده.
د برېټانيا دفاعي سرچینو تایید کړې چې د مالي ریکارډونو ناوخته کشف د دې فایلونو د بیاکتنې اصلي لامل و.
په دې راپور کې د برېټانيا د دفاع وزیر لوک پولارد د دغه هېواد د استازو په مجلس کې په خپله وینا کې اعلان وکړ چې دغه کتنه په تېر حکومت کې د افغان اتباعو د مېشتېدو د پلان په اړه د ستونزو ښکارندويي کوي.
هغه وويل، په دوه زره رد شويو قضيو کې د پرېکړې کولو په برخه کې ناانډولي وه او اوس تمه کېږي چې له دغو قضيو څخه به يوازې ٢۵ سلنه يې لغوه شي.
ښاغلي پولارډ زیاته کړې، چې د دغو غوښتنو د ردولو لامل د برېټانيا د حکومت د څانګو تر منځ د معلوماتو په جریان کې نقص و او دغه هېواد ته د افغان اتباعو د ورتګ د مخنیوي لپاره قصدي هڅه نه ده شوې.
هغه وايي چې پخواني محافظه کاره حکومت په «ښه نیت» عمل کړى. خو دا ډول جوړښتي بې کفایتي کافي ندي.
ګارډین راپور ورکوي چې د دغو پوځیانو ډېر شمېر دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پټ دي او پاتې نور یې پاکستان ته تښتېدلي، چې د شړلو له خطر سره مخ دي.
دغه ورځپاڼه زیاتوی چې له دغو پوځيانو شپږ پوځیان پر افغانستان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال له انګرېزانو سره د همکارۍ په تور وژل شوی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان د ګړندي نیولو وروسته، برېټانيا د دې هېواد د اتباعو د بیا میشتیدنې لپاره یو شمیر پلانونه اعلان کړل چې د برېټانوي ځواکونو سره یې مرسته کړې وه. له هغه وخته تر اوسه د دغه هېواد ۱۲زره۸۷۴ اتباع برېټانيا ته لېږدول شوي او د دایمي استوګنې ځای ورکړل شوی، چې د ترېپلز ځانګړو قطعاتو شاوخوا ۴۰۰ غړي هم پکې شامل دي.