د اسټرالیا او لبنان د حزب الله تر منځ د شخړو له زیاتېدو وروسته، د استرالیا حکومت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له اسرائیلو ووځي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا خبرداری د بریدونو د زیاتوالي او په سیمه کې د «امنیتي وضعیت د چټک خرابېدو» احتمال وروسته صادر شوی دى.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ پر اېکس په یوه يادښت کې ویلي: «د استرالیا حکومت د اسراییلو او د اشغال شویو فلسطیني سیمو د امنیتي وضعیت د ناڅاپه خرابېدو د احتمال په اړه جدي اندېښنه لري.»
هغې په اسراٸیلو کې د اسټرالیا اتباعو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې دغه هېواد پرېږدي پداسې حال کې چې سوداګریزې الوتنې لاهم شته دى.
دا خبرداری په داسې حال کې صادرېږي چې ځینو هوايي شرکتونو د اسرائیلو د هوايي حریم د تړلو او د جګړې د زیاتوالي له کبله خپلې الوتنې کمې یا ځنډولې دي.
د اسټرالیا حکومت د نامناسبو شرایطو په پام کې نیولو سره د اسرائیلو او په سیمه کې د هغې د ګټو پر ضد د پوځي بریدونو او تهدید لوړ ګواښ د دغه خبرداري یو له اصلي لاملونو څخه بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳) اسرائیلو د لبنان پر حزب الله باندې خپل بریدونه پراخ کړل او د لبنان په شمال کې یې په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل.
په همدې حال کې په میلیونونو اسراییلیانو د حزب الله د دغه بریدونو له امله په پناه ځایونو کې پناه اخیستې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، دا بدلونونه ښیي چې شخړې به په چټکۍ سره پراخې شي او سیمه به له نورو ګواښونو سره مخ کړي.
د استرالیا حکومت ټینګار کړی چې د دوى اتباع باید له سيمې څخه د خوندي وتلو لپاره له شته فرصت څخه کار واخلي.