افغانستان

حکمت آرین د طالبانو لخوا په یوه میاشت بند محکوم شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (دوشنبه د تلې ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په غزني ولایت کې د طالبانو محکمې په دغه ولایت کې د «خوشحال» خصوصي راډیو مسٶول حکمت آرین په یوه میاشت بند محکوم کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې په غزني کې د طالبانو استخباراتو له دې سزا سره مخالفت کړی او د بند د مودې د زیاتوالي غوښتنه يې کړې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دې پرېکړې او د استخباراتو د مداخلې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ښاغلي آرین د سمدستي او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په دې خبرپاڼې کې د افغانستان د خبريالانو مرکز د خپلو سرچينو په حواله ليکلي، چې د طالبانو ابتدايي محکمې ښاغلي آرين پرون د طالبانو د جنګي عملياتو په اړه د يوې مقالې د خپرولو په تور په يوه مياشت بند محکوم کړ.

حکمت آرین تېره اونۍ د تلې په اتمه په غزني ښار کې له خپل دفتر څخه د طالبانو د استخباراتي کارکوونکو له خوا ونیول شو.

له بلې خوا د خوشحال راډيو د خبرونو مسٶول سليمان راحل وايي، چې ښاغلي آرين په تېر حکومت کې د افغانستان د جګړې او په کې د ښکېلو خواوو په اړه د يوه افغان ليکوال ليکلى کتاب په خپل غږ خپور کړى و. د دې کتاب په یوه برخه کې د طالبانو د ځانمرګو عملیاتو یادونه هم شوې ده.

دخوشال راډيو د خبرنو مدير  همداراز ويلي چې ده په يوه غږيز کليپ کې دځانمرګو عملياتو موضوع چې طالبان يې «استشهادي عمليات» بولي، بيان کړي او دخوشال راډيو له لارې يې نشر کړي دي، په داسې حال کې چې د راحل په وينا، دغه غږيز کليپ جمهوريت پرمهال چمتو شوى و. او د خوشحال راډیو لخوا نه دی خپور شوی.

خو د غزني د استخباراتو ریاست پر حکمت آرین تور پورې کړی چې په غږيز کليپ کې یې طالبانو ته سپکاوی کړی دی.