امریکا اسراٸیلو ته د توغندیو ضد سیستم او ۱۰۰ سرتېري لېږي.
واشنګټن پوسټ خبر ورکړی، چې دغه سرتېرو ځای پر ځای کول د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې کېږي او ټاکل شوې چې د امریکا تر ټولو پرمختللی توغندی اسرائیلو ته ورکړل شي.
د يادولو وړ ده، چې په غزه کې د اسراٸيلو د جګړې له پيل وروسته دا لومړى ځل دى، چې امريکا دغه هېواد ته پوځي ځواکونه استوي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، په ایران باندې د اسراٸیلو د احتمالي برید په ترڅ کې، د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم د پرمختللو دا ځاى پرځاى کول په منځني ختیځ کې د جګړې په پراخولو کې د امریکا رول «ژوروي».
امریکایي چارواکو مخکې اسراٸيل هڅولي چې د ایران اټومي، تېلو او ګازو مرکزونه په نښه کولو څخه ډډه وکړي. ځکه چې د واشنګټن پوسټ په وینا، دوی وېره لري چې دا پېښې ممکن د لا زیاتې کړکېچ لامل شي او نړیوال اقتصاد بدل کړي.
د منځني ختیځ کارپوه آرون ډیویډ مېلر وویل: «د ترمینل د لوړ ارتفاع په سیمه کې د دفاعي توغندیو دفاعي سیسټم یا “ټاد” ځای پرځای کول وروستی ګام دی چې ښيي چې متحده ایالات تمه لري چې د اسراییلو برید دومره پراخ وي چې ایرانیان به ځواب ورکولو ته مجبور کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د اکټوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائیلو د ۱۸۰ بالستیک توغندیو برید وکړ.
نړیوالو رسنیو ویلي، چې د دغو توغندیو ډېری یې کشف او شنډ شوي دي، خو د دغو راکټونو د پام وړ شمېر د اسرائیلو پر سیمو لګېدلی دی.
بلومبرګ وېبپاڼې د اسراٸیلو د مالیاتو د ادارې د احصایو پر بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي چې د توغندي د برید له امله د اوښتو زیانونو کچه ۵۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
خو په ورته وخت کې دغه خبري وېبپاڼې ویلي چې په دې بندونو کې د «تل نوف» او «نواتیم» هوايي اډو په ګډون د اسرائیلو دولتي ملکیتونه شامل نه دي.