روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د نس ناستې له امله درې ماشومان مړه شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳زره۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي. له دې جملې څخه د دوو نجونو په ګډون له پنځو کلونو کم عمره درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راپور ښيي چې دغه پېښې په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې ده. همدارنګه د اسهال تر ټولو زیاتې پېښې په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، پکتیا ولایت د اسهال تر ټولو ډېر ناروغان لري چې په هرو ۱۰ زره کسانو کې يو زرو۱۶۶ پېښې لري، په نیمروز کې ۱۹۵۵ پېښې، لوګر په ۹۱۸ او کابل کې ۷۲۲ پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه د افغانستان په ۳۴۶ ولسوالیو کې ۱۴۶ زره ۵۵۵ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي او ۷۰ تنه مړه شوي دي.

په دې شمېر ناروغانو کې ۸۱ زره او ۶۹ تنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۷۲ زره او ۶۲۱ ناروغان ښځې او نجونې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز اعلان کړی، چې تېره اونۍ په نس ناستې د اخته کسانو شمېر د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کم شوی دی.