د نړیوال بانک راپور چې د یکشنبې په ورځ (تلې ۲۲مه) خپور شو، ښيي چې نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې د «سختې بې وزلۍ» د له منځه وړلو هڅې شاته پرېښې دي.
رویټرز د دغه راپور پر بنسټ لیکلي، چې نړیوال بانک د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د وضعیت د مخنیوي لپاره د خپل مالي صندوق د بیا جوړولو لپاره ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د نړۍ ۲۶ بې وزله هېوادونه چې ۴۰ سلنه بې وزله وګړي پکې مېشت دي، اوس له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر بل هر وخت زیات پوروړي دي او د طبیعي او نورو پېښو سره مخ دي.
که څه هم په دې راپور کې د افغانستان په اړه مشخصا ذکر نه دى شوى؛ خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د هغو څو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر زیانونه ورته اوښتي او د هېوادوالو اقتصادي وضعیت یې په لوړه کچه په بد وضعيت کې دی او په دغه هېواد کې روان بشري ناورین مخ په زياتېدو دى.
د راپور له مخې، هغه ٢٦ هېوادونه چې مطالعه شوي د سړي سر کلنی عاید له ١.١۴۵ ډالرو څخه کم دی په زیاتېدونکي توګه د نړیوالې پراختیایي ټولنې مرستې او پورونو پورې تړلي دي چې نږدې صفر سود لري. ځکه نړیوال بانک وايي چې په دغو هېوادونو کې د بازار تمویل تقریبا په بشپړه توګه له منځه تللى دی.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د دغو ۲۶ هېوادونو دوه پر درېیمه برخه یا په وسله والو شخړو کې دي او یا هم د اداري او ټولنیزې ناکرارۍ له امله د نظم ټینګښت له ستونزو سره مخ دی چې بهرنۍ پانګونه یې هم محدوده کړې ده.
نړیوال بانک زیاتوي چې د دغو ۲۶ هیوادونو نږدې ټول د لومړنیو اجناسو په صادراتو تکیه کوي او د پرله پسې ډول د پراختيا او د رکود دورې تابع دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طبیعي پېښو په تېره یوه لسیزه کې دغو هېوادونو ته زیات زیانونه اړولي دي. د ٢٠١١ او ٢٠٢٣ ترمنځ، دا طبیعي پېښې په اوسط ډول د کورني ناخلص توليد کلني زیانونو سره تړاو درلود، چې د ټیټ متوسط عاید لرونکو هېوادونو اوسط پنځه چنده دی او ډیرې پانګونې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال د لوږې په نړیوال شاخص کې د ۳۰.۸ نمرو په لرلو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶ ځای لري.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان تېر کال د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴ مقام درلود او سږ کال په دغه درجه بندۍ کې دوه درجې ښکته شوی دی.
د لوږې د نړیوال شاخص د راپور له مخې د هېواد ۳۰.۴ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۵.۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.