د پاکستان ابزرور ورځپاڼې په یوه تحلیل کې ویلي، چې طالبان د تاریخ له درسونو «غافل» دي او ساده توګه ترې درس نه اخلي.
په دې تحلیل کې ویل شوي چې د طالبانو لپاره خپل ارزښتونه او د دین تفسیر تر بل هر څه لوړ دی او د دې اندېښمن نه دي چې د دوی دغه چلند د دوی په وړاندې د نړیوالې ټولنې کرکه راپارولې او د افغانستان د « ژور شاتګ» لامل شوي دي.
دغه ورځپاڼه وايي: «دوی (طالبان) نه پوهېږي چې د دوی سخت دریځي او بنسټپاله چلند افغانستان له بې وزلۍ او کړاو سره مخ کړی دی. دوی ددې پروا نه لري چې د دوی چلند د افغانستان د خلکو د لوږې او انزوا لامل شوی دی.»
آبزرور زیاتوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د دوی مشرانو ژمنه وکړه چې دا ځل به دوی بدلون کړى وي او نړیواله ټولنه به دوى په رسمیت وپېژني. خو دوی خپلې ټولې ژمنې ماتې کړې او په ښځو یې خپل «سخت او بنسټپاله» قوانین وضع کړي دي.
د دې شننې پر بنسټ، د طالبانو مشرانو هېڅکله د نړۍ پر مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر هغو کسانو چې په غیر اسلامي هېوادونو کې د لږکیو په توګه ژوند کوي، د دوی د چلند اغېزې په پام کې نه دي نیولي.
دغه ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د طالبانو فعالیت لوېدیځو هېوادونو ته د مسلمانانو په نښه کولو او «اسلام ځپنې» ته د لمن وهلو لپاره پلمه په لاس ورکړې ده.
دغه ورځپاڼه همدا راز زیاتوي: «د نن ورځې واقعیت دا دی چې افغانستان یوه ټوټه شوې او ویشل شوې ټولنه ده.»
د آبزرور په تحلیل کې راغلي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د حکومت مناسب جوړښت نشته او دا هېواد له پېچلو قومي تحرکاتو ډک دی. د دې ترڅنګ د متضادو افکارو تاریخ او د معاصرې نړۍ له اړتیاوو سره سم د اسلام د بیا تعبیر د تمایل سره د هېواد هڅې، افغانستان د جیوپولیټیکو ګټو لپاره د جګړې په ډګر بدل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د خپل حاکمیت له ترلاسه کولو وروسته د هېواد د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو د زده کړو د حق په ګډون د هغوی ډېر حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
تازه، طالبانو د «امربالمعروف او نهى عن المنکر» تر سرليک لاندې د نوي قانون په توشيح سره چې پوهان یې د بشري حقونو او بشري آزادیو پر تابوت وروستی مېخ بولي. په عامه ځایونو کې چې نارينه حضور ولري د ښځو غږ او مخونه منع کړي دي.