د پښتون ژغورنې غورځنګ د«قامي جرګې» په نوم د راټولېدنې په پای کې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، چې د طالبانو، داعش، پاکستاني پوځ او نورو ډلو په ګډون ټولې وسله والې ډلې باید له پښتون مېشتوسیمو ووځي.
په دغه پرېکړه ليک کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په دې غونډه کې ولوست، د طالبانو، داعش او د پاکستان پوځ په ګډون وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که په دوو مياشتو کې له پښتون مېشتو سيمو ونه وځي. دا حرکت به د دوی پر ضد اقدام وکړي.
د جرګې په پرېکړه ليک کې همداراز راغلي، چې د پولې دواړو غاړو ته د پښتنو لپاره د پاسپورټ او ويزې د اړتيا خلاف دي او د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه بايد له ويزې او پاسپورټ پرته افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي.
د يادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتنو د «عدالت غوښتنې او انصاف» لپاره د ٢٤٠ زره کسانو د بې وسلې پوځ د جوړولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د شنبې په ورځ (تلې۲۱) د دغه غورځنګ له جګ پوړو غړو څخه محسن داوړ په دې غونډه کې وویل چې پښتانه به تر هغه پورې په «عزت» سره ژوند ونه کړي تر څو چې په افغانستان کې د خلکو د خوښې پر بنسټ حکومت جوړ نه شي.
نوموړي په قامي جرګې کې په خپله وینا کې زیاته کړه چې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان واک اوس د پاکستان په لاس کې دی او باید «آزاد» شي.
په همدې حال کې د دې راټولېدنې په پرېکړه لیک کې ګډونوالو ته وړاندیز شوی چې له طالبانو وغواړي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
دغه پرېکړه لیک د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د یوې جرګې د رابللو غوښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې ډیورنډ(فرضي) کرښه د دوی لپاره هېڅ حیثیت نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د«قامي جرګې» په نوم ياده شوې غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د پاکستان حکومت د دغه غورځنګ پر فعاليت بنديز لګولى دى؛ خو په خېبر پښتونخوا کې تر يوې غونډې وروسته دغه بنديز په مشروط ډول ليرې شو.