افغانستان د سږ کال د لوږې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې د ۳۰.۸ نمرو په لرلو سره ۱۱۶م ځای لري.
تېر کال افغانستان د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴ مقام درلود، خو سږ کال په دغه درجه بندۍ کې دوه درجې ښکته شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۳۰،۴ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۵،۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.
دغه شاخص دا هم ښیي چې په افغانستان کې ۴۴.۶ سلنه ماشومان د خپل عمر په نسبت پنځو کالونو کم سن لري چې د اوږدې خوارځواکۍ له امله رامنځته کېږي.
سربیره پردې، د سختې خوارځواکۍ له امله ٣.٦ سلنه افغان ماشومان لږ وزن لري.
د دغه راپور له مخې، د تغذیې خراب شرایط او سالم ژوند ته نه لاسرسی د دې لامل شوی چې په افغانستان کې له پنځو کالونو کم عمره ماشومانو د مړینې کچه ۵،۸ سلنې ته ورسېږي.
د لوږې نړیوال شاخص د ۳۵ نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوږې وضعیت «جدي» بللی دی.
دا وضعیت د تېر کال په پرتله چې افغانستان ۱۱۴ مقام درلود اوس خراب شوی او۱۱۶ درجې ته رسېدلى دى.
په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور دا خبرداری هم ورکوي چې د ٢٠١٦کال راهیسې محدود پرمختګ ته په پام سره، تر ٢٠٣٠ پورې د لوږې ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا موخه ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.