سویلي آسیا

په هند کې یوې ترافیکي پېښې له یو افغان ژوند واخيست

د هند په شمالي ایالت اترپردېش کې د اګره – لکنو پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه افغان په ګډون درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی افغان هم شامل دی.

د هند د پولیسو په وینا، دا ناڅاپي پېښه تېره شپه (شنبه، تلې ٢١مه) رامنځته شوه.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغو مسافرو موټر د ياد ایالت په اسرهار سیمه کې د ۱۲۵ کیلومتره لویې لارې په اوږدو کې له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر سنجې کومار ورما د یکشنبې په ورځ دا خبر اعلان کړ.

د راپورونو له مخې دغه موټر له لکنو څخه ډهلي ته روان و او سپاره کسان یې د دوسهرا له جشن وروسته بېرته ستنېدو په حال کې وو.

د دغې پېښې په قربانیانو کې د افغانستان ۳۰ کلنه ناز، د هغې ۲۰ کلنه روسۍ ملګرې کترینا او د موټر چلوونکی سنجیو شامل دي.

 دغه موټر چلوونکی سنجیو څلوېښت کلن او د ډهلي د توغلق آباد سیمې اوسیدونکی و. درې واړه کسانو د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي. په دغو کسانو کې د ناز ۲۵ کلنه خور اتيفا، ۲۰ کلنه او د ډهلي د لاجپت نگر اوسېدونکې کرسټين او ۳۸ کلن راهول چې د ډیلي د امبډکر نگر اوسېدونکی دی شامل دي.

ژوبل کسان دعلاج لپاره ايتاوا ښار سايفاى روغتون ته لېږدول شوي دي.

د وژل شویو کسانو جسدونه د ازموینو د ترسره کولو په موخه د دغه هېواد عدلي طب ته لېږدول شوي او د دغې پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.