پرون (شنبه، تلې ۲۱) پر غزې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو په جبالیه سیمه کې ژور پرمختګ ته دوام ورکړی دی. چې نړیوالې مرستندویه ادارې وايي هلته په زرګونو خلک بند پاتې دي.
د دغه راپور له مخې ځايي اوسېدونکو ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د غزې د تړانګې په شمال کې د جباليه ښار او د کډوالو تر ټولو ستر کمپ باندې هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د شنبې په ورځ د غزې په مرکزي ښار جبالیه او النصیرات کمپ کې پر دوو کورونو د اسرائیلو له برید وروسته ۱۹ تنه په غزه کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي او د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراٸیلو پوځ د شنبې په ورځ د غزې ښار په شمالي څنډه کې د دوو ګاونډیو سيمو لپاره د تخليې نوي امرونه صادر کړل او سیمه یې د«خطرناک جنګ سیمه» اعلان کړه.
له بلې خوا په غزه کې حماس د سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې د غزې د تړانګې شمالي او جنوب سيمو ته دې له تګ څخه ډډه وکړي چې «اشغالګر هره ورځ په هغو سیمو کې چې دوى يې د خونديتوب ادعا کوي بمبار او وژني کوي.»
د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د حماس د جنګیالیو پر ضد یې عملیات کړي چې ملکي ودانۍ یې د بریدونو لپاره کارولې او ویلي یې دي چې په وروستیو ورځو کې د کمال عدوان روغتون په ګډون له دغو سیمو د وتلو واضح حکمونه ورکړل شوي دي.
اسرائیل زیاته کړې چې له روغتون څخه د ناروغانو د اېستلو کاروان غزې ښار ته رسېدلی او د دغه مرکز لپاره یو څه تېل هم برابر شوي دي.
په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په جبالیه او شاوخوا سیمو کې لسګونه وسله وال وژلي، وسلې یې کشف کړې او پوځي بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.
د يادولو وړ ده، چې د فلسطین روغتیايي چارواکو تېره اونۍ په جبالیه کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۵۰ تنه اعلان کړ.