افغانستان

په غزني ولایت کې د ۶۰ کسانو ترمنځ د نېزې وهلو سیالۍ ترسره شوې

په غزني ولایت کې د ۶۰ کسانو ترمنځ د نېزې وهلو سیالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يوې ورځې لپاره په لاره اچول شوې وې.

د دې سیالیو په پای کې د محمد انور اندړ لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، د فتح محمد شلګروال لوبډلې د ۳۶ نمرو په ترلاسه کولو دویم او د ولي محمد لوبډلې د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

په همدې حال کې غزني هم د سوک وهنې د غوراوي سیالیو کوربه و.

په دغو سياليو کې ١٣۴ ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په ګروپونو کې  د دې ولايت په مرکز کې د يوې ورځې لپاره له يو بل سره سيالۍ وکړې.

د دغو سیالیو په پای کې ۱۳ تنو ورزشکارانو د غزني ولایت د منتخبې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.