افغانستان

د مقاومت عالي شورا له طالبانو سره خبرې رد کړې

د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت عالي شورا له طالبانو سره هر ډول رسمي خبرې رد کړې او ټینګار يې کړى چې تر اوسه يې له طالبانو سره کومه رسمي ناسته نه ده شوې.

د دې شورا ویاند آمو ته ويلي چې لا هم د مقاومت د عالي شورا له خوا د طالبانو مرکچي ټیم نه دی جوړ شوی. خو د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره بېلې ټيليفوني اړېکې نيول شوې دي او لا هم دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم آمو ته په یوه ټلیفوني اړیکه کې د طالبانو له مخالفو سیاسي ډلو سره د رسمي خبرو په اړه بې خبري وښوده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا ویاند حسین یاسا ويلي: «طالبان پر خبرو باور نه لري او تر اوسه له طالبانو سره د مقاومت شورا رسمي خبرې نه دي کړي. تر اوسه د مقاومت د عالي شورا له خوا د طالبانو مرکچي ټیم هم نه دی جوړ شوی؛ خو د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره پراخ تماسونه نیول شوي او دا تماسونه لا هم دوام لري.»

د طالبانو ویاند آمو ته په ټلیفوني خبرو کې هم د مقاومت له عالي شورا سره د خبرو په اړه خپله ناخبري څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د طالبانو او د مقاومت د عالي شورا ترمنځ د رسمي خبرو په اړه راپورونه خپاره شوي وو. خو د مقاومت عالي شورا دا خبره رد کړې ده.

د لاريون کوونکو ښځو  او د بشري حقونو فعالان په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو پر سخت چلند نیوکه کړې او دوى په افغانستان کې د واک په انحصار تورنوي.

د ښځو د اعتراضي خوځښت غړې مسعوده کوهستاني وايي: «طالبان د بشري حقونو په ارزښتونو او د سولې او ټول ګډونه حکومتولۍ په موضوعاتو باور نه لري. له درېیو کالونو څخه زیات، د بشري حقونو او جنسیتي تبعيض په اړه هیڅ رغنده خبرې نه دي شوي، ځکه چې طالبان په دې ارزښتونو باور نه لري.»

په همدې حال کې افغانان هم غواړي چې یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي:«طالبان باید د افغانانو هیلو ته پام وکړي. د سولې په خبرو کې دخیل او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کړي. “اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی او ښځې او لږکۍ پکې ځای نه لري.»

په همدې حال کې د کابل یو بل اوسېدونکي زیاته کړه:« جګړه د حل لاره نه ده، طالبان باید د افغانانو او نړیوالې ټولنې اراده تعقیب کړي. د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي او ټولو توکمونو ته په حکومت کې مساوي ونډه ورکړي.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ درې کاله او دوه میاشتې تېرې شوې دي، چې په دې موده کې د طالبانو او د هغوی د سیاسي مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو یوې پایلې ته د رسېدو ټولو هڅو کومه پايله نه ده ورکړې.

اوس، غالب باور دا دی چې طالبانو ته بې قید او شرطه تسلیمېدل او د هغوی مشر اطاعت کول د هغو سیاسي او نظامي ډلو سره په خبرو کې د طالبانو د ټاکل شویو لومړیتوبونو برخه ده. هغه څه چې د طالبانو مخالفين يې د منلو وړ نه ګڼي.