Uncategorized @ps

۲۵ افغان وګړي د عراق له زندانونو څخه خوشي شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۵ تنه افغان وګړي خوشي شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه افغان بنديان په عراق کې له دې امله نيول شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد يې نه درلودل.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وايي چې دغه وګړي د عراق د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې بندیان وو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغو ۲۵ افغان اتباعو شپږ میاشتې د عراق په زندانونو کې تېرې کړې او پرون (جمعه د تلې ۲۰مه) د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د آمو د یوې څېړنې موندنې ښيي چې «بې روزګاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د ناقانونه کډوالۍ اصلي لاملونه دي.