رویټرز، د لبنان حزب الله ته د دوو نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا ډله د اسراٸیلو په وړاندې د «تخريبونکې» ځمکنۍ جګړې لپاره نوې قومانده رامنځته کوي.
د دغه راپور له مخې د لبنان په حزب الله باندې د اسرائيلو د ويجاړوونکو بريدونو په درېو اونيو کې دغه ډله يو څه «له ماتې سره مخ شوې» ده. خو دوى د نوي قوماندې د رامنځته کولو هڅه کوي.
د لبنان د حزب الله یوه قوماندان او دغې ډلې ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې د دې ډلې د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د حزب الله قومانده په لومړیو څو ورځو کې ګډوډه شوه، چې تر ۷۲ ساعتونو وروسته دغو وسله والو د «عملیاتو یوه نوې خونه» جوړه کړه.
د دغو سرچینو په وینا، حزب الله په دې جګړه کې د خپلو وسلو د پام وړ زېرمې نه دي کارولي.
دغه خبري آژانس لیکلي چې د حزب الله د وسلو په دې زېرمه کې تر ټولو ځواکمن دقیق توغندي هم شامل دي.
د دغو سرچينو په وينا، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ د اسراييلو له پرله پسې بريدونو سربېره؛ دغې ډلې خپل کار ته دوام ورکړی او د لبنان په جنوب کې د دغې ډلې له خوا ځای پر ځای شوي راکټونه کولای شي وتوغول شي.
درېیمې سرچینې چې حزب الله ته نږدې یوه جګپوړي چارواکى دى، دغه اژانس ته ویلي، چې دغه ډله اوس “شديدې جګړې” ته تیاری نیسي.
آبراهام لوین، د اسراٸیلو په فکري پوهنتون کې د آلما شنونکى وايي چې باید تصور شي چې حزب الله د اسراٸیلي سرتېرو لپاره «په ښه توګه چمتو او انتظار» دی، او دا یو اسانه هدف نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه او په ځانګړې توګه په لبنان کې د اسراٸيلو د بریدونو زیاتوالي په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.