نیویارک پوسټ په یوه سرمقاله کې د جوبایډن تر واک لاندې اداره د افغان اتباعو د کډوالۍ قضیو په تړاو په «بې غورۍ» تورنه کړې او ويلي دي چې بایډن متحده ایالات له یوه منجلاب سره مخامخ کړي دي.
دغې ورځپاڼې د اېف بي آې لخوا د نصیر احمد توحیدي نیول کېدو ته په اشارې سره چې په متحده ایالاتو کې یې د ټاکنو په ورځ د برید پلان درلود وویل چې دا کس د بایډن او هرېس تر ادارې لاندې د حکومت تر«سختې څارنې» لاندې د کابل سقوط پرمهال امریکا ته تللی؛ خو شواهد ښیي چې امریکا ته د افغان اتباعو د کډوالۍ د منلو بهیر د ایران او د امریکا د ملي امنیت د نورو مسایلو په څېر جدي نه دی نیول شوی.
خو نیویارک پوسټ وايي، دا لا څرګنده نه ده چې آیا توحیدي د ویزې اخیستو پر مهال «پټ ترهګر» و او که امریکا ته له تګ وروسته «ترهګر» شو.
په دې سر مقاله کې ويلي شوي، دواړه امکانات «بلکل» زیانمنونکي دي، او په هر صورت، بې شمیره نور افغان اتباع چې د ځانګړي کؤوالۍ ویزو لاندې متحده ایالاتو ته راغلي دي هم د احتمالي «ترهګرۍ» خطرونه لري.
سرمقاله کې ویل شوي: «د توحید د یو ځانګړي پروګرام محصول و چې د خوندي او امن ژمنه ورسره شوې وه دا ښیې چې بایډن او هرېس څومره د متحده ایالاتو کډوالي څنګه رهبري کړي.»
د دې سرمقالې پر بنسټ، امریکا څه باندې ۷۷ زره افغان اتباع د کډوالۍ د ځانګړو ویزو په صادرولو سره امریکا ته لېږدولي دي.
له بلې خوا، نیویارک پوسټ لیکلي چې د کډوالۍ په قضیو کې د بایډن ماتې او په افغانستان کې جګړې نږدې په امریکا کې د نومبر د پنځمې د ټاکنو په ورځ یو «ویروونکی کابوس» رامنځته کړى دى.