افغانستان

په هرات کې يوې ترافيکي پېښې له درې تنو ژوند واخيست

په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او يو بل ټپي شو.

د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د هرات – اسلام کلا پر لویه لار رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه په همدې لويه لاره د يوه ټکسي د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د ځايي طالب چارواکو په وینا، دغه ټکسي هغه مسافر لېږدول چې د ایران له مشهد ښار څخه هرات ته راستانه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو ټلوېزيون د راټولو شويو شمېرو پر بنسټ، په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې د يادو درېيو کسانو په ګډون له ١٢٠ ډېر کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا احصایه د دې پیښو له امله د تلفاتو په تاریخ کې زیاتوالی ښیې.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسٶولينو له دې مخکې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د ډېر تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.