د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره یو شمېر متقاعدین چې له درېیو کلونو راهیسې یې د تقاعد پیسې نه دي ترلاسه کړي وايي چې طالبان پر دوی او د دوی پر کورنیو هېڅ رحم نه لري.
دغه متقاعدین ټینګار کوي چې د کورنۍ غړي یې د خوراکي توکو د نشتوالي له امله ډېری شپې په لوږه بیده کېږي، خو طالبان حاضر نه دي چې پیسې یې ورکړي.
محمد زمان چې د خپل ژوند ۲۹ کاله یې د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې د خدمتګار په توګه کار کړی، اوس د طالبانو د واکمنۍ په راتګ سره یې د تقاعد پیسې نه ورکول کېږي. دی وايي، ډېری شپې په لوږه بیده کېږي او طالبان يوازې د دوى حالت څاري.
هغه زياتوي: «درې کاله کېږي چې تقاعد مو نه دی اخیستی او اوس ناروغ یم او د درملو اخیستلو پیسې هم نه لرم.»
محمد عسکر چې په کابل ښاروالۍ کې یې کار کړی، په ډیر بد حالت کې دی.
اوس يې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دا دنده غوره کړې ده.
محمد عسکر وايي: «موږ ته دې تقاعد راکړي چې موږ ډیرې ستونزې لرو، موږ د کور د خرچې لپاره پیسې نه لرو، موږ د کور د اړتیاوو پیسې نشو پوره کولی.»
ظاهراً د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ډېری تقاعد شوي کسان له ورته وضعیت سره مخ دي.
يو بل متقاعد عالم خان وايي: «موږ کومه جفا نه ده کړې، هېڅ تېروتنه مو نه ده کړې، کلونه کلونه مو کار کړی او کلونه کلونه زموږ پيسې له موږ څخه اخيستل شوي او دا زموږ حق دی چې زموږ پيسې راکړل شي.»
د شمېرو پر بنسټ اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره متقاعدین دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د متقاعدینو د معاشونو موضوع تر کار لاندې ده، خو دا نه ده څرګنده چې متقاعدین به کله خپل معاشونه ترلاسه کړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت د دغه راپور تر خپرېدو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.