افغانستان

اروپايي ټولنې له ترکيې سره د افغان کډوالو د اېستلو لپاره مالي مرسته کړې ده

پولیټیکو رسنۍ راپور ورکړی چې اروپایي اتحادیې د ترکیې سره د پام وړ مالي مرستې ځانګړي کړي ترڅو له دې هیواد سره مرسته وکړي چې په جبري ډول افغانستان او سوریې ته کډوال وباسي.

د دغه راپور له مخې په اروپا کې د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ له کړکېچ وروسته اروپایي اتحادیې ترکیې ته څه دپاسه ۱۱ میلیارده یورو ورکړي دي.

د دې مرستو موخه د هغو شاوخوا څلور میلیونه سوري کډوالو د راتګ په برخه کې چې د کورنۍ جګړې له امله دې هېواد ته د پناه په لټه کې دي، د ترکیې ملاتړ و.

پولیټیکو لیکلي:« دا بودیجه د اروپایی اتحادیې په تاریخ کې ترټولو لوی بشردوستانه اقدام دی، خو اصلي موخه يې په عمده توګه د دغه اتحادیې خاورې ته د پناه غوښتونکو د رسېدو کمول دي، نه بشري انګیزه.»

د دې راپور له مخې، د دې بودیجې شاوخوا یو ميلیارد یورو د پولو د امنیت او د پناه غوښتنې پروسس لپاره ځانګړې شوي ترڅو ترکیې سره مرسته وکړي چې پناه غوښتونکي په خپله خاوره کې وساتي.

د پولیټیکو په وینا، په وروستیو کالونو کې، د ترکیې حکومت د پناه غوښتونکو شمېر کمولو لپاره د اروپايي اتحادیې لخوا تمویل شوي زېربناووې کارولې دي. په دې اقداماتو کې د سوریې، افغانستان او د خطر لاندې د کډوالو نیول او په زوره اېستل شامل دي.

په ترکیه کې د استوګنې کمپونه د پناه غوښتونکو سره د دښمنۍ په زیاتېدو د اخراج په مرکزونو بدل شوي دي. د دغه راپور له مخې یو شمېر پناه غوښتونکو د شکنجې او د اړتیا وړ سرچینو ته د نه لاسرسي شکایت کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې منابع د توقیف ځایونو د وضعیت د ښه کولو په موخه په پام کې نیول شوي، خو دوی ورته لاس رسی نه لري.

راپورونه ښیی چې د اروپایی اتحادیې او ترکیې سمبولونو سره موټرونه د بې اسناده کډوالو په لټه کې دي او په ځینو مواردو کې یې د پولو هاخوا ته لېږلي دي.

پولیټیکو همداراز راپور ورکړی چې په توقیف ځایونو کې د اروپایی اتحادیې لخوا چمتو شوي روغتیایی خدمتونه د پناه غوښتونکو روغتیایی حالت ته کافي پاملرنه نه کوي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې اروپايي کمېسیون د مدني ډلو، وکیلانو، دیپلوماتانو او آن د خپلو کارکوونکو له خبرداريو سربېره، په ترکیه کې د بودیجې د لګولو په اړه په کافي اندازه څارنه نه ده کړې. دې خبرداريو کې ویل شوي چې د اروپايي اتحادیې فنډونه د داسې سیسټم ملاتړ لپاره کارول کېږي چې په زرګونه پناه غوښتونکي وباسي.

هغو هېوادونو ته شړل چې خلک یې د شکنجې، غیر انساني چلند یا مرګ له خطر سره مخ وي د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي. د پولیټیکو په وینا، اروپايي ټولنه سوریه او افغانستان لا هم د جبري ستنېدو لپاره خطرناک ګڼي.

د اکټوبر په لومړیو کې، د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې اعلان کړى چې د ښځو سره د طالبانو چلند د ځپنې او ځورونې په څېر دی، او افغان کډوالې مېرمنې د جنسیت له امله د پناه غوښتنې مستحقې دي.