ښځې

اوتونبایوا: په افغانستان کې د نجونو نړیواله ورځ په «ډېرې خواشینۍ» سره نمانځو

کاپیسا کې د ښوونځي زده کوونکې

د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي چې موږ په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډېر خواشینۍ سره نمانځو، ځکه چې اوس د طالبانو له لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د زده کړو د دروازو له تړلو زرو۱۲۰ ورځې تېرې شوې دي.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له درېیو کلونو زیات فرصتونه له لاسه ورکړل شوي دي. نه یوازې د ميلیونونو انجونو لپاره، بلکه د کورنیو او ټول هیواد لپاره.

آغلې اوتونبایوا زیاته کړه: «د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو او نجونو ژوند ته ډیر زیان رسیږي. «افغانستان د سولې، بیا رغاونې او سوکالۍ په لټه کې د پرمختګ پر ځای شاته پرلور روان دی.»

هغه بیا هم له طالبانو وغوښتل چې خپله لاره بدله کړي. د یوناما مشرې ژمنه کړې چې دوی به د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلو خبرو ته که څه هم چې نور یې د چوپتیا هڅه کوي، دوام ورکړي.

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې یو پرېکړه لیک په تصویبولو د اکتوبر ۱۱مه د نجونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله چې په ټوله نړۍ کې د نجونو حقونه او د هغوی بې ساري ننګونې په رسميت وپېژندل شي.

ملګري ملتونه وايي چې سږکال دا ورځ د «راتلونکي لپاره د نجونو لید» تر عنوان لاندې نمانځي چې د بیړني اقدام اړتیا او دوامداره امید دواړه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د نجونو نننی نسل په غیر متناسب ډول د د اقلیم بدلون، شخړې، بې وزلي، او د بشري حقونو او جنسیت مساوات په اړه شاته تګ په ګډون نړیوالو بحرانونو له امله اغېزمن کېږي.

دا په داسې حال کې  ده، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له بې ساري محدودیتونو سره مخ دي. نجونې او ښځې د زده کړې او کار په ګډون له خپلو اساسي حقونو هم بې برخې شوې دي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې ویلي چې افغان اتباع په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د «خطرناکو او سختو» سیاستونو له امله له رواني ستونزو سره مخ دي.