ښځې

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: د ښځو يرغملول بايد پای ته ورسېږي

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه چې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي یې مشري کوي، د اکتوبر په لسمه له افغان ښځو سره د نړۍ د ښځو د پیوستون د ورځې په مناسبت ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ په سلو هېوادونو کې يې د بې شمېره محدودیتونو له امله چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو وضع شوي دي؛ د ښځو د حقونو لپاره عدالت غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې باید د نجونو ښوونځي بېرته پرانستل شي او په هېواد کې د نجونو او ښځو سیاسي یرغمل نیول باید پای ته ورسېږي.

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي چې طالبان دې د «بشر ضد اعمالو» په تور نړیوالې محکمې ته راکاږي.

دغه بنسټ همداراز ویلي، چې د تېر حکومت ملکي، سیاسي او نظامي بندیان چې له عمومي عفوې وروسته نیول شوي، باید خوشې شي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو ځل بیا په هېواد کې د جنسیتي تبعیض د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې او د دغه سازمان په خبرپاڼه کې یې همداراز ویلي چې د قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو حقونو ته باید درناوی وشي.

د يادولو وړ ده، چې د اکتوبر لسمه هغه نېټه ده، چې د نړۍ په شپيتو هېوادونو کې ښځو د افغان مېرمنو په ملاتړ لاريونونه وکړل. په کاناډا کې افغان، ایراني او کاناډایي ښځو د افغان ښځو په ملاتړ د ښار په مرکزي چوک کې لاريون وکړ او له نړۍ یې وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.