ښځې

رینا امیري: د طالبانو سیاستونو افغانانو ته رواني ستونزې پیدا کړي دي

US special envoy Rina Amiri. File Photo.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د رواني روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د طالبانو د «خطرناکو او سختو» سیاستونو له امله افغان وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له رواني ستونزو سره مخ کړې دي.

رینا امیري وايي، موږ ټول باید د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې ملاتړ وکړو.

آغلې امیري پر اېکس لیکلي: «زه غواړم د رواني روغتیا ویجاړونکي بحران ته پام واړوم چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د خطرناکو او سختو پالیسیو له امله ورسره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېيو کالونو کې د افغان اتباعو په تېره بیا د ښځو او نجونو پر مدني او بشري حقونو سخت بندیزونه لګولي دي.

تېره اونۍ د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور ورکړ چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۱۸ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

دا فرمانونه لومړی نجونې ښوونځيو ته له تګه منع کوي او بیا ښځې او نجونې له کار کولو، زده کړو او آن تفریح ​​ته له تګ څخه منع کړې دي.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه تحلیل کې لیکلي چې د طالبانو د امربالمعروف نوی توشيح شوی قانون د «جبرانه واکمنۍ» توجیه کولو لپاره له دين څخه کار اخلي.