افغانستان

طالبانو په کندهار کې پنځه کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په دُرو ووهل

Taliban flogging some men and women in Parwan in December 2022. File photo.

د طالبانو له خوا د خلکو له جسمي مجازاتو په دوام نن (چهارشنبه) د هېواد په سوېل کندهار ولایت کې پنځه تنه د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د دغو پنځو کسانو سره چې نن (چهارشنبه) د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له خوا په درو ووهل شول شمېر نهو تنو ته ورسېد.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې په کندهار ولایت کې پنځه کسان هر یو په ۳۹ دُرو وهل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان په «زنا، لواطت او غلا» تورن وو.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، يو تن په اووه کاله بند، بل په شپږ کاله بند، دوه تنه په درې کاله او بل په دوه کاله بند محکوم شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو اونیو کې طالبانو د دغو کسانو په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو له څرګندونو څخه د امو له خوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې له ۷۰۰ ډېر کسان د طالبانو له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبانو له نیوکو سره سره خلکو ته په فزیکي توګه سزا ورکولو ته دوام ورکړی دی. د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي سیستم ته نه لاسرسی د ژورې اندېښنې راپورته کړې دي.