افغانستان

طالبانو په سمنګان کې یو کس په «عام محضر کې» په درو وواهه

انځور له آرشیف

طالبانو په سمنګان ولایت کې یو کس د «زنا» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کس په «۲۰ درو» وهلى دى.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغې محکمې له دې وړاندې ويلي وو، چې په تخار ولايت کې يې هم دوه ښځې او يو سړى په عام محضر کې د زنا په تور په درو وهلي دي.

په تېرو درېيو اونیو کې طالبانو د دغو څلورو کسانو په ګډون تر شلو زیات کسان په مختلفو ولایتونو کې په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د څرګندونو څخه د آمو لخوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه د طالبانو لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې په درو وهل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې طالبان له نیوکو سره سره خلکو ته فزیکي سزا ورکوي.

ملګري ملتونه او همدارنګه د بشري حقونو نورو نړیوالو سازمانونو په کراتو د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو د مخنیوي غوښتنه کړې.