افغانستان

په عمومي اسامبلې کې د رای د حق په اړه د افغانستان غوښتنه یو ځل بیا رد شوه

د ملګرو ملتونو د مشارکت کمېټې په ۸۴ مه غونډه کې د افغانستان د رای د حق په اړه د افغانستان غوښتنه یو ځل بیا رد شوه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر دې پرېکړې نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د افغانستان مصارف د ده په اداره کې نه دي.

ښاغلي فایق په دې غونډې ته په وینا کې وویل چې دا پرېکړه «مایوسونکې او د اندیښنې وړ» ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي دي: «موږ داېل ٢/سي٥/اى پرېکړه لیک  پر طرحې د عمل او د مشارکت د کمیټې د راپور او د ۱۹ مادې له مخې د معافیت  اړوند د افغانستان د غوښتنې په اړه موافقې ته د نه رسیدو په موخه خپل سخت اعتراض او ژور خپګان څرګندوو. د قناع کوونکو دلیلونو سره سره چې موږ د هغو سختو واقعیتونو پر بنسټ وړاندې کړي چې افغانستان ورسره مخ دی، له بده مرغه زموږ غوښتنې له پامه غورځول شوې دي.»

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د رايې ورکولو حق د طالبانو تر واکمنۍ وروسته وځنډول شو او لامل يې په دغه سازمان کې د غړيتوب د فيس نه ورکول ياد شول.

خو ښاغلي فایق د دغه سازمان د مشارکت د کمېټې په غونډه کې وویل: «د افغانستان د رایې ورکولو د حق د بېرته تأمینولو او د قانون د ۱۹ مادې له مخې د مالي ژمنو پر بنسټ د معافيت د ورکړې د کمیټې نه منل زما د هېواد لپاره ډېر د اندېښنې وړ او د مایوسۍ وړ دي. موږ د غړو هېوادونو په اهمیت پوهېږو چې ملګرو ملتونو ته د دوی مالي مسؤلیتونو ته غاړه کیږدي؛ خو افغانستان اوس مهال له بې ساري سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې د دغو ژمنو د پوره کولو لپاره یې زموږ وړتیا سخته محدوده کړې ده.»

طالبان چې دا مهال پر هېواد واکمن دي او د افغانستان د ټولو عایداتي سرچینو کنټرول په لاس کې لري، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د فیس له ورکولو ډډه کړې ده.

په دغه وينا کې نصیر احمد فایق ویلي چې په هېواد کې د طالبانو «غیرقانوني او غیر رسمي» واکمني د افغانستان د ناکامۍ لامل دی چې په عمومي اسامبله کې د رایې ورکولو حق ترلاسه نه کړي او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې دا «بن بست» مات کړي.

د ښاغلي فایق په وینا کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو همداراز غوښتل شوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملي او نړیوالو غوښتنو ته د رغنده ځواب ویلو لپاره دې په دې غونډه کې برخه واخلي.

د ملتونو د مشارکت کمېټې په غونډه کې د عدالت پر بنسټ، مسؤول او ټول شموله حکومت څخه ملاتړ، هغه تګلارې چې بشري حقونو او کرامت ته درناوی ولري، د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو ګډون او له ترهګرۍ سره مبارزه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان د دایمي استازي له نورو غوښتنو څخه دي.

هغه وايي، په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ژور شوی او د طالبانو «جبر او یو اړخېزه» واکمنۍ د هېواد ۹۷ سلنه وګړي له بې وزلۍ سره مخ کړي، چې دوه پر درېیمه برخه یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي فایق په دې ناسته کې زیاته کړې چې څه باندې ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې او ښځې د زده کړو له دوامه منع کړې دي او هغوی د طالبانو له لوري له «جنسيتي تبعیض او جنسي ځورونې» سره مخ دي.

نوموړي په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې وویل چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ترمنځ چې د طالبانو سره مخالفو ډلو سره په اړيکو نيولو تورن دي پر وړاندې سرغړونې چې په کې خپلسري او غیر قانوني نیول، وژنې، جبري یرغمل کول او شکنجه شامل دي ټول افغانستان کې دوام لري.