د سوریې په پلازمېنه دمشق باندې د اسرائیلي توغندیو په برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، دغه برید د دمشق د مزه په څنډه کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې ده.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» ویلي چې دا برید د جولان له لوړو څخه د درېیو توغندیو په واسطه ترسره شوی دی.
که څه هم په دغه راپور کې راغلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او په دې سیمه کې شخصي ملکیتونو ته ډېر زیان اوښتی دی. خو د سوریې یوې پوځي سرچینې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي چې د ایران د سپا پاسداران قوماندانانو له دغې ودانۍ لیدنه کوله.
د يادولو وړ ده، چې اسراٸيل له کلونو راهیسې په سوریه کې د ایران اړوند اهدافو باندې بریدونه کوي. خو د حماس له خوا د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې له بريدونو وروسته دغه بريدونه هم زيات شوي دي.
ویل کېږي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي او خپلو پولو ته څېرمه د دغه هېواد د پوځي اډو د جوړېدو د مخنیوي لپاره د اسرائیلو د ستراتیژیکې تګلارې یوه برخه ده.
اسراییلو په وار وار خبرداری ورکړی چې په سوریه کې د ایراني ځواکونو شتون د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي او له همدې امله پر داسې هدفونو بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سوریه کې بشري کړکېچ دوام لري او پر بنسټیزو تاسیساتو او د استوګنې پر سیمو هوايي بریدونه په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د ملکي وګړو کړاوونه او نوره تباهۍ زیاتوي.
ځینو نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونه په سوریه کې د دې ډول بریدونو د بندولو او د ملکي وګړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.