نړۍ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر لبنان د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۳۶ تنه وژل شوي دي

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په لبنان کې په تېرو٢٤ساعتونو کې ۱۳۷ هوایي بریدونه او مرمۍ لګېدلي چې زیاتره یې د لبنان په جنوبي سیمو، د بیروت په جنوبي سیمو او د دغه هیواد په ختیځ بيقاع دره کې شوي دي.

په عین حال کې د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د ښوونیزو کمپلکسونو، مسلکي موسسو او پوهنتونونو په ګډون په ۹۹۰ مرکزونو کې شاوخوا ۱۸۱زره۷۰۰ کسانو پناه اخیستې ده.

دغه وزارت وايي، د تېرې ورځې او شپې په نښتو کې مرګ- ژوبله د لبنان په جنوب کې د نبطيه، بیقاع، بعلبک-هرمل او جبل په ښارونو کې اوښتې ده.

د يادونې وړ ده، چې د اسراييلو او لبنان ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې په لبنان کې ټولټال ٢زره١١٩ کسان وژل شوي، چې ډېرى يې د حزب الله وسله وال دي او ١٠زره١٩٠ نور ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې سي اېن اېن د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې له حزب الله سره د امریکا په مشرۍ د اوربند د وړاندیز له ګډوډولو دوه اوونۍ وروسته امریکا په فعاله توګه د دغه تړون د بیا احيا کولو هڅه نه ده کړې او په لبنان کې یې د اسرائیلو د عملیاتو د محدودولو د ایران پر ضد یې د شخړو د درولو پر ځای پکې ښکېله شوې ده.

د راپور له مخې په لبنان باندې د اسرائيلو د سختو بمباريو او ځمکنيو يرغلونو په بندولو کې د امريکا بې کفايتي چې له درېيو اونيو نه په کمه موده کې يې څه دپاسه ١۴٠٠ تنه ووژل او په ميليونونو نور يې بې کوره کړل، د بنيامين د حکومت په اړه پوښتنې راولاړوي، چې آيا نتانیاهو د بایډن  د ادارې لخوا د لا ډیر زغم غوښتنه او هڅونه له پامه غورځوي؟ لکه څنګه چې یې په غزه کې ترسره کړې وه.