مشهور امریکايي ژورنالیست باب ووډوارډ د «جنګ» په نوم په خپل کتاب کې ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ٧ ځلې پټې خبرې کړې دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ښاغلي ووډوارډ دغه کتاب چې د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د سپینې ماڼۍ وضعیت او له بهرنیو مشرانو سره د دوی اړیکې څېړي، ټاکل شوې د تلې په ۲۴مه (د اکتوبر ۱۵مه) چاپ شي.
که څه هم له پوتین سره د ټرمپ د خبرو جزٸیات نه دي خپاره شوي؛ خو د کارپوهانو په آند د دغه کتاب خپرېدل په داسې حال کې چې ښاغلی ټرمپ د امریکا ولسمشريزو ټاکنو ته تیاری نیسي او په اوکراین کې جګړه روانه ده، په ټاکنیزو کمپاینونو به اغېزه ولري او د رای ورکوونکو پام به د ده لپاره د رایو د ترلاسه کولو لپاره راجلب کړي.
د راپورونو پر بنسټ، د کتاب په یوه پاڼه کې، ښاغلی ووډوارډ تشریح کوي چې څنګه ټرمپ یو لوړ پوړی همکار ته په مارا لاګو کې د خپل شخصي دفتر څخه د وتلو امر وکړ ترڅو هغه د روسیې له مشر سره «شخصي تلیفوني اړیکه» ولري بهر په منتظر همکار باب ووډوارډ ته ويلي چې ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین په ٢٠٢١ کې له سپینې ماڼۍ څخه د ښاغلي ټرمپ له وتلو راهیسې “شاید تر ٧ ځله” خبرې کړې دي.
کیسه یو نامعلوم مرستیال ته منسوب شوی، او د هغه د هویت په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.
رسنۍ وايي چې د ډونالډ ټرمپ کمپاین دفتر په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه چې آیا هغه له پوتین سره د دفتر پرېښودو وروسته خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د ټرمپ د اړيکو مدير سټیفن چونګ په یوه خبرپاڼه کې ووډوارډ په کلکه غندلی او ادعا یې کړې چې دا کتاب «فرضي کیسې» لري.
د ټرمپ معاون سناتور جى ډي وينس د «جنګ» لیکوال باب ووډوارډ د ادعاوو په اړه وویل: «زه په رښتيا نه پوهېدم چې باب ووډوارډ تر دې وخته پورې ژوندی دى چې تاسو زما څخه دا پوښتنه کوٸ.»
هغه ووډوارډ یو «بې کيفيته مسلکي» وباله او ويې ویل، «که دا راپور رښتیا وي، آیا د نړۍ مشرانو سره خبرې کول ستونزه لري؟ نه. آیا په ډیپلوماسۍ کې ښکېلېدل څه توپير لري؟
په دې کتاب کې ووډوارډ په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د هغه وخت یادونه هم کوي، چې کله یې پوتین ته د کرونا د ناروغۍ په اوج کې د ویروس لپاره د معایناتو وسایل لېږلي و.
کتاب د ټرمپ د دې ادعا په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي چې د بیا ټاکل کېدو په صورت کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
ډونلډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې له پوتین سره یې اړیکې «ډېرې ښې» وې او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې د خپلو اړیکو په اړه هم ورته وویل. کله چې دوی تېره میاشت په ټرمپ ټاور کې ولیدل.
په عین حال کې، د یو عادي وګړي په توګه، ډونلډ ټرمپ د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب د خبرو اترو لپاره د اوسني ولسمشر څرګند اجازې ته اړتیا لري، او ووډوارډ وايي چې هغه د ټرمپ له یوه همکار سره په دې اړه خبرې کړې دي.
د ښاغلي ووډوارډ په وینا، د ټرمپ جګپوړي سلاکار جیسون میلر هغه ته د جولای په میاشت کې وویل: «هغه د ټرمپ او پوتین تر منځ د خبرو نه خبر نه دی. خو که دوی وغواړي خبرې وکړي، دوی پوهېږي چې څنګه یو بل سره اړیکه ونیسي.»
باب ووډوارډ وايي چې ميلر ورته ويلي، «ډیر محتاط اوسئ چې موږ دا نه وایو چې دوی لا دمخه په اړیکه کې دي.»
دا څرګندونې د ټاکنو له ورځې یوازې څو اونۍ مخکې کېږي. په داسې حال کې چې ټرمپ د اوسني ولسمشر مرستیالې کامالا هرېس پر وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتوالى نیسي. یوه پایله چې کولی شي د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو د ملاتړ راتلونکی وټاکي.