ښځې

په کابل کې يوشمېر ښځې: په دې اونیو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي 

د هېواد پلازمېنه کابل کې يو شمېر ښځې وايي په دې ورستيو  اونیو کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او د طالبانو د امر بالمعروف وزارت «محتسبین» په بېلابېلو پلمو له دوی څخه پوښتنې کوي.

له دې جملې څخه په کابل کې یوه ښځه وايي، چې د کابل په دهن باغ کې له هغې څخه د طالبانو د چارواکو له خوا د «محرم» د نشتوالي له امله پوښتنې ګروېږنې شوې دي.

په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادونو طالبانو ته د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو خبرداری ورکړی، خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت آمو ته وایي چې د دوی جوړ شوی قانون به عملي کړي.

شکریه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالۍ ده.

وايي اړه ده چې خپلو شپږو خويندو او مور ته د ډوډۍ برابرولو لپاره د خلکو په کورونو کې کار وکړي.

نوموړې له دې لارې په میاشت کې تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي.

د دې کار کولو لپاره، هغه کله ناکله د ښار له یوې برخې څخه بلې ته ځي د «محتسبینو» د پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي.

نوموړې وايي، هر ځل له ۴ تر ۵ محتسبینو پورې هغه څه چې د حجاب او محرم نشتوالی یې لامل باله ودرول شوې ده.

 شکریه زياتوي: «په تېره یوه میاشت کې دوه ځلې د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي د حجاب او محرم په اړه د پوښتنې لپاره په دهن باغ کې ولاړ وو، دواړه ځلې د کابل په دهن باغ کې وو او د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو شمېر له څلورو څخه تر پنځو تنو پورې ډله ډله و. دوی په هره برخه کې ولاړ وي.»

شکريه وايي، چې محتسبینو ورته خبرداری ورکړی، چې که بيا له حجاب پرته په ښار کې وګرځي، نو دوی به يې ونيسي. شکریه زیاتوي چې پلار او ورور نه لري او هم مهاله اړه ده چې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره کار وکړي.

هغه وايي: «ماته یې ویل ته له امریکا راغلې یې؟ ما وویل نه. ویل یې ته مسلمانه یې، ما وویل هو، شکر زه مسلمانه یم. ویل یې ته چې مسلمانه یې نو ولې د امریکا سټایل کوې؟ او ته ولې محرم نه لرې؟ او ولې حجاب نه مراعتوې؟ زه یې وګواښلم چې حوزې ته دې وړو په داسې حال کې چې زه حجاب اغوندم او ټیکری مې سم منظم په سر وي پلار مې مړ شوی او ورور نه لرم که ما محرم درلود د خلکو په کورونو کې کار کولو ته اړتیا نه وه محرم به خپله کار کړی و نو زه چې محرم نه لرم ډوډۍ ونه خورم حق نه لرم چې ژوند وکړم؟»

که څه هم کاناډا، جرمني، هالنډ او اسټرالیا طالبانو ته شپږ میاشتې وخت ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه خپل چلند بدل کړي، خو د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امو ته وایي چې خپل قانون به عملي کوي.

ګرافیک/غږ

سیف خیبر، د طالبانو د امر بالعمروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند

له دې ټولو سره، طالبانو ته د دغو هېوادونو له شپږ مياشتني مهلت څخه څه دپاسه لس ورځې تېرې شوې، چې پر بنسټ يې که طالبان د ښځو او بشري حقونو په اړه خپل چلند بدل نه کړي، د لاه محکمې ته به کش شي.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو سرمنشي او ۲۶ هېوادونو د لاهه محکمې ته د طالبانو د وړاندې کولو د پرېکړې ملاتړ کړی دی.