د بادغیس یو شمېر کروندګر وايي سږ کال د دوی د ځمکو حاصلات کم وو او زیان ورته رسېدلی او ځايي طالبانو د کروندګرو دغه ستونزه نه ده هواره کړې.
سږ کال د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې پر څه باندې درې هکتاره ځمکه للمي غنم کرل شوي وو.
په دې هیله چې د دغو ځمکو په حاصل سره څو برابره پیسې ترلاسه کړي.
خو محمدالله وايي، چې سږ کال يې ځمکه افت وهلې او دوه ميليونه افغانۍ زيان يې ورته اړولى دى.
دغه کروندګر زياتوي: «که موږ د پاکو لوښو، پاکو رمو او د تېلو او کارګرۍ پیسې حساب کړو، نو دا به زموږ لګښتونه پوره نه کړي. تېر کال مو په کرهنه کې شاوخوا شل لکه افغانۍ زیان وکړ.»
کروندګرو ته د درملو او کیمیاوي تخمونو نه وېش په دې ولایت کې د ځمکې د افت وهلو یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
په بادغیس کې د کرنیزو ځمکو یو شمېر کروندګر او کارګران وايي، چې کار او مسلک یې ښه نه دی او د خپل ورځني ژوند لګښتونه هم نه شي پوره کولای.
يو تن کروند ګر خلیل الرحمن، کروندګر وايي: «دا فصل دی او موږ ټول مزدوران یو، موږ ټوله ورځ په دې کار کې بوخت یو، موږ ته هیڅ شی په لاس نه راځي، نور کار او بار نشته، دوی د ورځې ۲۵۰ یا ۳۰۰ ورکوي، موږ سره دې مرسته وشي.»
رحمت الله، کروندګر- بادغیس
په تېرو کلونو کې، بادغیس د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د «کندوی ګندم» په نوم مشهور و. او د دغه ولايت له ځمکو څخه ترلاسه شوي غنم د هېواد شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ته صادرېدل. خو د بادغیس د کروندګرو په وینا اوس د یاد ولایت غنم د دې ولایت د اوسېدونکو اړتیا هم نه پوره کوي.