د ایران د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت وايي چې طالبانو په تېر کال کې دغه هېواد ته ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورپرېښي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دغه هېواد د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت ویاند فیروز قاسم زاده ویلي، چې طالبانو د ایران خاورې ته د اوبو په پرېښودو کې یو نسبي همکاري کړې ده.
د دغه ایراني شرکت د ویاند د څرګندونو پر بنسټ، چې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت تر ادارې لاندې کار کوي، طالبانو په تېره یوه میاشت کې د هلمند د سمندري اوبو ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان سیمو ته خوشې کړې دي.
د ایران د اوبو د منابعو د مدیریت د شرکت ویاند زیاتوي، چې په تېرو کلونو کې دوه میلیارده متره مکعبه اوبه وپرېښودل شوې او له لاسرسۍ بهر وې. خو د ايراني ډيپلوماسۍ په مرسته تېر کال د دغه سيند د اوبو يوه برخه ايران ته وپرېښودل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند(هيرمند) له سيند څخه د ایران د اوبو پر سر له څو لسیزو راهیسې د ایران او افغانستان تر منځ یوه تر ټولو کړکېچنه مسٸله ده.