افغانستان

په منځني ختیځ کې کړکېچ: له افغانستان له هوايي فضا د تېرېدونکو الوتنو شمېر زیات شوی

په منځني ختیځ کې د کړکېچ او ترينګلتيا له زیاتېدو سره هم مهاله د افغانستان له هوايي حریم د تېرېدونکو الوتنو شمېر هم زیات شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې په یوه ورځ او شپه کې د افغانستان له فضاء د تېرېدونکو الوتنو شمېر ۳۵۰ ته رسېدلی دی.

له بلې خوا، د الوتنو د رادار د معلوماتو پر بنسټ، پر اسراییلو د ایران له برید وروسته، له افغانستان څخه د تېرېدونکو د الوتنو شمېر ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

که څه هم طالبان د ټرانزیټي الوتنو د زیاتوالي اصلي لامل د افغانستان د هوايي حریم خوندیتوب ګڼي، خو

د برتانیې انډیپينډنټ ورځپاڼې د فلايټ رادار٢٤ (هغه ویبپاڼه چې الوتنې څاري) په حواله لیکلي چې پر ایران د اسرائیلو احتمالي برید د افغانستان له هوايي حريم د تېرېدونکو الوتنو د زیاتوالي لامل شوی دی.

 د فلايټ رادار٢٤ د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د وږي له ٢٩ د تلې تر نهمې نېټې پورې هره ورځ د افغانستان له هوايي فضاء څخه ١۴٧ ترانزيټي الوتنې تېرې شوې دي.

دا شمېره د سه شنبې په ورځ په سهار کې د ایران د برید په پلي کولو سره شل سلنه لوړه شوه او د پنجشنبې په ورځ ١٩١ الوتنو ته ورسېده چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په یوه ورځ کې د هېواد له لارې د ټرانزیټي الوتنو ترټولو لوړه شمېره ده.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدل افغانستان ته د الوتکو د الوتنې د لارو د بدلون لامل شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه هارون اميني وايي: «بهرني هوايي شرکتونه د افغانستان هوايي حريم د جنوبي او ختيځې اسيا د ټرانزيت لپاره خوندي غوراوى ګڼي او له همدې امله د افغانستان د هوايي چلند په سکټور کې عوايد زيات شوي او له هرې الوتنې د افغانستان حکومت (؟) ۷۰۰ ډالره د ټرانزیټ فیس ترلاسه کوي.»

طالبان د افغانستان له فضا څخه د هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالر ترلاسه کوي او که د الوتکو د تېرېدو لړۍ همداسې دوام وکړي، طالبان به په یوه کال کې له ۸۸ میلیونو ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړي.

له بل پلوه، د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو له خوا د ملي بوديجې او د هېواد د عوايدو په لګولو نيوکه کوي او زياتوي، چې طالبانو له درېيو کلونو راهيسې ملي بودجه پټه ساتلې او د ملي عوايدو د مصرف په اړه جزئيات نه ورکوي.

د بلخ اوسېدونکې ناجيه وايي: «په داسې حال کې چې ملي عوايد بايد په پرمختيايي پروژو ولګول شي. خو تر اوسه پورې خلکو نه دي لیدلې چې روښانه حساب ورکوونه دې موجوده وي. په دې اړه چې دا پیسې چې له ملي حسابونو څخه راځي چیرته مصرف کیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز مخکې راپور ورکړى و، چې اوس مهال د سوٸيس ایر، سنګاپور ایرلاین، برېټيش ایرویز او لوفت هانزا د افغانستان له فضا څخه الوتنې کوي.