د تونس ولسمشر قیس سعید د ټاکنيزو کمپاینونو له یوه فصل وروسته چې په دغه هېواد کې د مخالفانو، خبریالانو، فعالانو او وکیلانو د زنداني کولو شاهد و، په پرېکنده بریا سره يو ځل بيا د تونس د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس د ټاکنو خپلواکې کمېټې د دوشنبې په ماښام (تلې ١٦مه) اعلان وکړ چې ښاغلی سعید د ۹۰،۷ سلنه رایو په ګټلو بریالی شوی دی.
د پايلو له اعلان وروسته قيس سعيد د ټاکنو په مرکزي دفتر کې وويل: «موږ به هېواد له ټولو مفسدينو پاک کړو.»
په دې ټاکنو کې، یوازې ٢.٧ ميلیونه رایې ورکوونې په شرايطو برابر رایه ورکوونکو ٢٧.٧ رایې ورکولو ته لاړل. دغه احصایه د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د تېر پړاو د ۴۹ سلنه رای ورکونکو په پرتله ډېره کمه ده.
د ښاغلي سعید تر ټولو نږدې سیال، تاجر اياعي زمل، د ټاکنیزو جرمونو په تور په زندان کې د ټاکنیزو کمپاینونو د ډېر وخت له تېرولو وروسته، ۷،۴ سلنه رایې ګټلې دي.
په تونس کې دا درېيم ځل ټاکنې ۲۰۱۱ کال کې له عرب پسرلي وروسته چې د «ډوډۍ، ازادۍ او کرامت» لپاره لاریونونه د دې لامل شول چې د دغه هېواد د هغه وخت ولسمشر زین العابدین بن علي له واکه لرې شي، ترسره شوې.
له کلونو راهیسې، تونس یو نوی اساسي قانون تصویب کړ او څو ګوندي ډیموکراسي یې جوړه کړه.
خو قيس سعيد د ولسمشر په توګه له خپل ماموريت دوه کاله وروسته هڅه وکړه چې د دغه هېواد نوي بنسټونه له منځه يوسي.
په ٢٠٢٣ کې، د سیاسي ډګر څخه د ښي اړخه مشر عبیر موسی او اسلامپال راشد غنوشي، د النهضه شریک بنسټ اېښودونکی او د تونس د پارلمان پخواني رٸيس په ګډون ځینې مشهور مخالفین زنداني شول.
په لسګونو نور د فساد ته د هڅولو، د حکومت د امنیت د کمزوري کولو او د جعلي خبرونو ضد قانون څخه د سرغړونې په تور زنداني شوي چې منتقدین وايي د اختلاف د مخنیوي لپاره کارول شوي.
د روان کال په لومړیو کې په دغه هیواد کې د نیول کېدو سرعت چې د تونس چارواکو وکیلان، ژورنالیستان، د کډوالۍ فعالین او د حق او وقار کمیسیون پخواني رٸیس په نښه کړ، زيات شو.
لسګونه نوماندانو له ولسمشر سره د سيالۍ لپاره لېوالتيا ښودلې وه او د يکشنبې په ورځ په ټاکنو کې د ګډون لپاره ١٧ تنو خپل لومړني اسناد وړاندې کړل. خو د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون غړو یوازې درې کسان تایید کړل.
د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کمېسیون او غړو رول، چې ټول د ولسمشر له خوا ګمارل کیږي، د پام وړ نه و. دوی د محکمې هغه حکمونه له پامه غورځولي چې د درېیو نوماندانو د بېرته راستنېدو امر يې کاوه.
د تونس پارلمان بیا یو قانون تصویب کړ چې د اداري محکمو واک يې سلب کړ.
قیس سعید په داسې حال کې د تونس ولسمشریزې ټاکنې وګټلې چې ډېری خلک په ځانګړې توګه مدني فعالان او خبریالان د هغه پر ضد دي.