خالد مشعل چې په جلاوطنۍ کې د حماس د ډلې یو له بنسټ اېښودونکو او لوړ پوړو مشرانو څخه دی، وايي چې دغه فلسطیني ډله له اسرائیلو سره په یوه کلنه جګړه کې له درنو تلفاتو سره سره؛ مګر د « لکه له ايرو څخه راپورته ققنوس» په څیر د جنګیالیو راجلبولو او د وسلو تولید ته دوام ورکوي.
رویټرز په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي چې په اسراییلو باندې د حماس برید یو کال وروسته چې د اوږدې جګړې لامل شو، ښاغلي مشعل دا جګړه د لوی داستان یوه برخه وبلله چې له ٧٦ کلونو راهیسې دوام لري.
۶۸ کلن خالد مشعل له رویټرز سره په مرکه کې وویل: «د فلسطین تاریخ له څرښ جوړ دی. موږ له داسې پړاوونو تېر یو چې قربانیان او د خپلو پوځي وړتیاوو یوه برخه له لاسه ورکوو. خو د خدای په فضل سره به د فلسطین روح یو ځل بیا د ققنوس په څیر راپورته شي.»
هغه چې په ۱۹۹۷ کال کې د اسراییلو د يوې وژونکې هڅې ژوندی پاتې شوی او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۷ پورې د حماس مشر و، وویل چې دا ډله اوس هم د اسراییلي ځواکونو په دام کې اچولو وړتیا لري.
خالد مشعل زیاته کړه چې حماس د دوشنبې په سهار پر غزې څلور توغندي وتوغول چې د حماس د بريد د کالیزې کې د اسرائیلو پر جنوبي سیمو د جګړې د پیلېدو لامل شو چې ټول یې شنډ کړل. هغه وويل: «موږ خپل يو شمېر مهمات او وسلې له لاسه ورکړې؛ خو حماس اوس هم ځوانان جذبوي او د خپلو مهماتو او وسلو یوه مهمه برخه تولیدوي.»
د يادولو وړ ده، چې ښاغلي مشعل له شاوخوا درې لسیزو راهیسې د حماس په رهبرۍ کې د رول لرلو له امله اوس هم په دې ډله کې نفوذ لري او اوس د هغې ډیپلوماتیکې څېرې په توګه پیژندل کیږي. د منځني ختیځ شنونکي په دې باور دي چې د هغه خبرې د دې ښکارندويي کوي چې حماس به د تلفاتو په پام کې نیولو پرته جګړې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د کړکېچ نړیوالې ډلې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مشر جوسټ هیلټرمان وايي: «په ټولیز ډول ویلای شو چې حماس لا هم فعال او هڅه کوي او ښايي په یو وخت کې غزې ته ورشي.»
هغه زیاته کړه، اسرائیلو د غزې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې په اړه کوم څرګند پلان نه دی وړاندې کړی، چې له مخې یې حماس ته د ځان د بیا جوړولو اجازه ورکړل شي. که څه هم شاید د ورته ځواک سره یا د پخوا په څیر نه وي.
د اسراٸیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د مشال د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.