نړۍ

سي اېن اېن: امریکا د اسراٸیلو او لبنان ترمنځ د اوربند د تړون د بیا احيا کولو په هڅه کې نه ده

سي اېن اېن د متحده ایالاتو د چارواکو په حواله راپور ورکړی،  دوه اونۍ وروسته له هغه چې اسراٸیلو د حزب الله سره د متحده ایالاتو په مشرۍ وړاندیز شوی اوربند مات کړ، متحده ایالات نور په فعاله توګه د دې تړون د بیا احيا کولو په لټه کې ندي، ددې پر ځای چې په لبنان او د ایران په وړاندې د اسرائيلو  د شخړو مخه ونیسي، پخپله د اسراٸیلو عملیاتو ته د شکل ورکولو او محدودولو کې ښکېل شوي دي.

د راپور له مخې په لبنان باندې د اسرائيلو د سختو بمباريو او ځمکنيو يرغلونو په بندولو کې د امريکې بې کفايتي چې له درېيو اونيو نه په کمه موده کې يې څه دپاسه يو زرو ۴٠٠ تنه ووژل او په ميليونونو نور يې بې کوره کړل، د بنيامين د حکومت په اړه پوښتنې راولاړوي، آيا نتانياهو د بایډن اداره د لا ډیر زغم غوښتنه او هڅونه له پامه غورځوي ، لکه څنګه چې یې په غزه کې کړې وه.؟

سي اېن اېن  لیکلي چې د اسراٸيلو دا چلند او بیا د امریکا دا ډول چلند سپینه ماڼۍ کمزورې کړې ده.

امریکايي چارواکو، چې هویت یې د دغه شبکې لخوا نه دی افشا شوی، ویلي دي چې د بایډن په اداره کې اندېښنې راپورته شوي دي.اسراٸیلو چې د عملياتو د محدودلو ژمنه يې کړې وه ډېر ژر په یوې لویې او اوږدې جګړې د بدلېدو په حال کې دي. دوی ټینګار کړی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د خبرو لپاره د امریکا هڅې هم ناکامې شوې دی.

دغه چارواکو ويلي، اسراٸیلو په پیل کې پر لبنان د پراخ ځمکني برید پلان درلود تر دې چې متحده ایالاتو دوى قانع کړل چې هغه بېرته راکم کړي. خو په وينا يې هغه څه چې دوی په تېر کال کې زده کړي دا دي چې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې د امریکا نفوذ محدود دی.

یوه جګپوړي امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط سي اېن اېن ته ويلي: «موږ نشو کولی دوی د اقدام کولو مخه ونیسو. خو لږترلږه موږ کولی شو د هغې بڼه تعيين کړو.»

د امریکا او فرانسې لخوا د اوربند په وړاندیز کې د اسراٸیلو او حزب الله ترمنځ په جګړه کې د ۲۱ ورځو د وقفې غوښتنه شوې چې دواړو غاړو ته وخت ورکړي چې په شمالي اسراییل او سویلي لبنان کې خپلو کورونو ته د اسراٸیلي او لبناني ملکي وګړو د راستنیدو لپاره پر یوې لویې معاملې کار وکړي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبري کنفرانس کې ويلي: «موږ د هغوی (اسرائیل) د توان ملاتړ کوو چې وسله وال په نښه کړي، د حزب الله زېربناوې کمزورې کړي او د حزب الله وړتیاوې کمې کړي. خو موږ په دې پوهېږو چې په تېرو وختونو کې ډیری وختونه اسراییل په محدودو عملیاتو کې ښکېل شوي او د میاشتو یا کلونو لپاره پاتې شوي دي.»

لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم منلې چې تېره اونۍ د تهران له توغندیز برید وروسته د ایران پر وړاندې د اسرائیلو پر کړنو د امریکا نفوذ محدود دی.

متحده ایالاتو له اسرائیلو غوښتي چې په غچ اخیستونکي برید سره دې جګړه نوره نه پراخوي. خو دوی خبرداری ورکړی چې هغه څه چې اسراییل د متناسب برید په توګه ګوري ممکن د هغه څه سره سمون ونلري چې د متحده ایالاتو په ګډون ټوله نړۍ ورته د مناسب ځواب په توګه ګوري.

تېره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن ويلي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د برید ملاتړ نه کوي. خو دا څرګنده نه ده چې ایا متحده ایالات توانیدلي چې اسراییل قانع کړي چې له دې غوراوي لاس واخلي.

الون پينکاس، د اسراییلو پخواني ډیپلومات سي اېن اېن ته وویل: «اوس مهال د امریکایانو یوازینی نفوذ واشنګټن کې د دفاع وزیر احضارول او د وخت اخيستل دي.»

په همدې حال کې د اسرائیلو د دفاع وزیر یوآو ګالانت د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال لویډ آسټین سره وکتل. یوه غونډه چې د بایډن اداره تمه لري مخکې لدې چې اسراییل د ایران په وړاندې غچ واخلي، د مشورې او پلان لپاره وخت واخلي.

په واشنګټن کې د ګالانټ په حضور، پينکاس وايي چې احتمال لري چې متحده ایالات په دې باور دى چې اسراییل به برید ته انتظار وکړي.